سویس سټیفان رې د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل فوق العاده او بشپړ واک لرونکي سفیر په توګه ټاکلی دی.
د سویس دولت وايي، رې به په دواړو هېوادونو کې د سویس د ډېپلوماټیکو ګټو استازیتوب کوي.
د سویس دولت وايي، چې نوموړی به په اسلام اباد کې میشت وي.
د سویس دولت په اعلامیه کې رې «د افغانستان اسلامي جمهوریت» لپاره استازی نومول شوی.
سویس د طالبانو له ادارې سره په تخنیکي کچه اړیکې لري او په دې وروستیو کې د طالبانو یو پلاوی هم سویس ته تللی و، چې د شړل کېدونکو افغان پناه غوښتونکو د هویت په برخه کې له سویسي چارواکو سره مرسته وکړي، خو د سویس اړوند رسنۍ وايي، چې طالبان د افغان پناه غوښتونکو پخواني اسناد نه مني او هرڅه د خپلې ادارې په اسنادو پورې مشروطوي.
سویس له دې وړاندې یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته لېږلی و، چې طالبانو یې له منلو انکار کړی و.