د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې څو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن یو ځل بیا په بېلابېلو سیمو کې پولیس د افغانانو کورونو ته ورغلي او ځینې کورنۍ یې نیولې دي. سرچینې وایي، له څه مودې وروسته د کډالو د اېستلو عملیاتو نن بیا زور اخیستی دی.
په بي -۱۷ ښارګوټي کې یو ځايي اوسېدونکي وویل، چې نن شاوخوا ۱۱بجې دغلته پولیس دروازه په دروازه د افغانانو پسې ګرځي. د سرچینې په وینا؛ ځینې افغان کورنۍ په دغو عملیاتو کې نیول شوې او افغانستان ته ډیپورټ کېدو لپاره د حاجي کمپ په نوم د کډوالو یو توقیف ځای ته وړل کېږي.
که څه هم تورخم او بېلابېلې لارې بندې دي؛ خو د معلوماتو له مخې په اسلاماباد کې د حاجي کمپ په نوم دغه توقیف خونه کې پخوا هم کډوال په اونیو، اونیو ساتل شوي او د لارې په پرانېستلو سره افغانستان ته اېستل شوي دي. همدا راز د اسلاماباد په بهاره کهو سیمه کې هم پولیسو پر کډوالو عملیات کړي.
یوه افغانه مېرمن چې د ملا تکلیف هم لري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته یې د نوم نه ښودو په شرط وویل، چې نن د پنجشنبې په ورځ نږدې یوولس نیمې بجې پولیسو نیولې. هغې وویل: «زه یې همدا اوس یو لوی موټر کې کېنولې یم، دلته دوه نورې مېرمنې او یو ماشوم هم شته. پولیس نور خلک هم راوړي او کله چې دغه موټر ډک شي بیا مو حاجي کمپ ته وړي».
د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د مخکېني جمهوريت تر ړنګېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان اسلاماباد ته لاړل او هلته په بېلابېلو سیمو کې مېشت شول. اسلاماباد ته دغه تازه دمي تللي کډوالو په افغانستان کې له دولتي ادارو، بشري حقونو سازمانونو، رسنیو او د ښځو له ادارې سره دندې لرلې. دوی اوس په روانو عملیاتو کې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
دغه افغانان وېره لري که افغانستان ته ډیپورټ شي؛ نو د طالبانو له لوري به له مرګونو ګواښونو سره مخ شي.