په ایران کې د یوه افغان په ګډون شپږ کسان اعدام شول

۲ ساعتونه مخکې

تازه د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې ایران د یوه افغان په ګډون شپږ کسان د شېراز، اصفهان، بیرجند او بروجرد په زندانونو کې اعدام کړي دي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ دغه اعدام شوی افغان اسحاقزی نومېږي، چې د فراه ولایت اوسېدونکی دی. دغه سازمان زیاتوي، اسحاقزی د نشه‌یي توکو د قاچاق په جرم اعدام شوی دی.

پرون د حال‌وش په نامه د بشري حقونو یو بل سازمان ویلي و، چې په اعدام محکوم شوی ۲۶کلن اسحاقزی د اصفهان زندان انفرادي خونې ته لېږدول شوی دی. د یاد سازمان د معلوماتو پربنسټ؛ اسحاقزی درې کاله وړاندې په اصفهان کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور ونیول شو او وروسته بیا محکمې په اعدام محکوم کړ.

په ورته وخت کې د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د موندنو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال له پیله د سپټمبر تر ۶مې د ۵۹ افغانانو په ګډون ۹۰۶ کسان چې د ایران په زندانونو کې بندیان وو، اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۴کال کې په ایران کې ۸۰ افغان بندیان اعدام شوي. که څه هم د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو په ایران کې په لوړ شمېر کې د اعدامونو په اړه وخت ناوخت توند غبرګونونه ښودلي؛ خو د ایران حکومت بیا تل ویلي، چې د کورني ثبات او د امنیت د ټینګښټ په موخه د دوی دغه کړنه مهمه او د پام وړ ده.

دغه بنسټونو همداراز خبرداری ورکړی، چې افغان بندیان په ایران کې ډېری وخت د عادلانه محاکمې او وکیل ته د لاسرسي له حقه بې‌برخې پاتې کېږي او د دوی د اعدام ډېری پېښې د کورنیو او رسنیو له خبرولو پرته ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو