د پاکستان تازه اقدام؛ کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د کانټینرونو لېږد رالېږد بند شو

۱ ساعت مخکې

د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (اېف‌ بي ار) امر کړی، چې په کراچۍ بندر کې دې د افغانستان اړوند د ټرانزیټي سوداګرۍ د مالونو لېږد رالېږد بهیر په بشپړه توګه ودرول شي. دغه اداره وایي، دغه بندیز به تر نامعلومې نېټې پورې دوام ولري.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ د عمومي رییس په مشرۍ یوه مهمه ناسته د کراچۍ د ګمرک په مرکزي دفتر کې شوې، چې د کویټې او پېښور ګمرکونو مشرانو په‌کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و.

له یادې ناستې وروسته یو امر صادر شوی، چې له مخې یې د افغانستان هر ډول ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې وځنډول شوه. په خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې د کویټې او پېښور ګمرکونو د تم ځایونو ظرفیت بشپړ شوی او د نورو کانټینرونو د ځای کېدو امکان نه‌شته.

د دغه امر له مخې؛ ټولو بندري ترمینالونو ته لارښوونه شوې، هغه کانټینرونه چې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ په بار وړونکو موټر کې بار شوي باید ژر تر ژر تخلیه یا خالي شي. همدا راز د ټولو بار وړونکو موټرونو ګېټ پاسونه هم لغوه شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ټول ترمینالونه ډک شوي او د بار وړونکو موټرو کتارونه ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو پنځو ورځو کې د طالبانو او‌ پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه نښتې وشوې او ان د پاکستان پوځ د کابل په ګډون د افغانستان پر ځینو ولایتونو بمبارۍ هم وکړې. که څه هم له تېرې ورځې راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ اوربند شوی؛ خو اسلام‌اباد ویلي چې هره شېبه د بیا جګړې احتمال شته.

افغان او پاکستاني سوداګرو په وار، وار له خپلو حکومتونو غوښتي، چې سوداګري دې د سیاسي ناندریو ښکار نه ګرځوي. په تېر کې هم د دغسې کړکېچونو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې وه، چې له کبله یې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي او ورسره د توکو بیې هم لوړې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو