په سپین بولدک کې د پاکستان په بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۱ ټپیان دي

۲۰ ساعتونه مخکې

د کندهار له میرویس روغتون څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تیرې ورځې نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سې شنبې په شپه او د چارشنبې ورځې نښتو او د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د میرویس روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له سپین بولدک څخه ګڼ شمېر ټپیان میرویس روغتون، د عینومینې روغتون او نورو خصوصي روغتونونو ته انتقال شوي.

سرچینې ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د اطلاعاتو امر هم رسنیو ته د ۳۹ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۱۷۰ تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جکړې د قربانیانو په اړه رسنیو ته ویلي و، چې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او تر سل ډېر ټپیان شوي دي.

طالبانو د خپلو نظامیانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې یوناما د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستان په بریدونو کې ۱۷ ملکي کسان وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو