انډیپنډینټ ورځپاڼه: طالبانو له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پخواني افغان پوځ له ۱۰۰ ډېر غړي وژلي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۳

د درېیو کلونو په تېرېدو سره لا هم زرګونه هغه افغانان چې د برېتانوي ځواکونو تر څنګ یې کار کړی، د خوندي استوګنځي په تمه دي، خو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د هغوی د وژنو لړۍ روانه ده.د انډیپنډینټ د څېړنې له مخې، له ۲۰۲۳کال راهیسې طالبانو د پخواني پوځ له ۱۰۰ ډېر غړي وژلي دي.

برېتانوۍ ورځپاڼه «انډیپنډینټ» په خپله یوه تازه څېړنه کې وایي، چې د افغانستان هغه پخواني پوځیان چې د برېتانوي او امریکایي ځواکونو تر څنګ یې جګړه کړې وه، لا هم د طالبانو له‌خوا تعقیبېږي، شکنجه کېږي او وژل کېږي، په داسې حال کې چې د برېتانیا حکومت د هغو افغانانو د اېستلو په برخه کې بې‌پروا ښکاري چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

څېړنه ښيي، چې له ۲۰۲۳کال راپدېخوا تر اوسه «له سلو ډېر پخواني افغان پوځیان وژل شوي» او یو شمېر نور شکنجه شوي دي. دا څېړنه څرګندوي، چې د ۲۰۲۱د اګسټ له سقوط وروسته د اېتلافي ځواکونو له‌خوا پرېښودل شوي افغان سرتېري اوس د طالبانو تر سختې غچ اخیستنې لاندې دي.

دغې موندنې یو ځل بیا دا غوښتنه راژوندۍ کړې، چې برېتانیا باید خپله وعده پوره کړي او زرګونه هغه افغانان چې د خوندي استوګنځي د ژمنې تمه لري، ژر برېتانیا ته ورسوي.

څېړنه وايي، د حکومت ځنډ طالبانو ته فرصت ورکړی چې په څلورو کلونو کې غچ اخیستنې ته دوام ورکړي.

علي ګل حیدري چې د افغان ځانګړو ځواکونو غړی او له امریکايي پوځیانو سره نږدې همکار و، د ۲۰۲۴کال په لومړیو کې د خپلې مېرمنې او ماشومانو مخې ته د طالبانو له‌خوا په ډزو ووژل شو. هغه له یوه ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته تر شړل کېدو وروسته په نښه شو، په داسې حال کې چې هلته یې د پناه غوښتنه کړې وه.

نجم‌الدین چې د برېتانیا له‌خوا د تمویل شوې ځانګړې قطعې «۳۳۳» غړی و، شپږ میاشتې وړاندې د برېتانیا د بیا مېشتېدو اجازه یې ترلاسه کړې وه، خو تر وتلو مخکې طالبانو ونیوو. هغه د کور مخې ته ونیول شو او په زندان کې تر سختو وهلو وروسته روغتون ته یوړل شو. شاوخوا یوه میاشت وروسته خوشې شو، خو لا هم په افغانستان کې د وېرې تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د بښنې ژمنه او د وژنو دوام

که څه هم طالبانو د واک تر لاسه کولو پر مهال د پخوانیو چارواکو او پوځیانو لپاره د «عمومي بښنې» اعلان کړی و، خو تر دې ژمنې وروسته انتقامي وژنې زیاتې شوې. د ۲۰۲۳کال تر جون پورې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) له ۲۰۰زیاتې بې‌محاکمې وژنې ثبت کړې وې.

سږکال د طالبانو ریس الوزرا بیا ژمنه وکړه، چې بښنه به عملي کېږي او بهر مېشت افغانان به خوندي وي، خو د لایټ هاوس او انډیپنډینټ او همداشان د دوی شریکو افغان رسنیو څېړنو څرګنده کړه، چې له ۲۰۲۳کال څخه د ۲۰۲۵ کال تر نیمایي پورې لږ تر لږه ۱۱۰پخواني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي، چې دا ښيي دا وژنې لا هم دوام لري.

ځینې وژنې د «ناپېژاندو وسله‌والو» په نوم ثبت شوې دي، خو په ډېرو قضیو کې شواهد ښيي چې وژل شوي کسان د بند پر مهال تر شکنجې وروسته وژل شوي دي.

سره له دې چې حکومت د طالبانو له ګواښ څخه خبر و، د ۲۰۲۴کال په جولای کې یې د افغانانو د بیا مېشتېدو دوه پروګرامونه بند کړل. اوس د اکټوبر تر میاشتې پورې شاوخوا ۴۲۰۰ افغانان او د هغوی د کورنیو غړي لا هم د «ای ار ای پي» پروګرام له مخې برېتانیا ته د تګ په تمه دي.

د برېتانیا د پارلمان غړې وېنډي چیمبرلېن دا موندنې «ډېره وېرونکې» بللې او ویلي یې دي، چې حکومت باید د بیا مېشتېدو پروګرامونه بېرته پرانیزي.

پخواني برېتانوي جنرال چارلي هېربرټ ویلي: «دا یو اخلاقي شرم دی چې د برېتانیا د حکومت ځنډ او بې‌کفایتۍ طالبانو ته د غچ اخیستنې فرصت ورکړی. له ۲۰۰۱کال څخه تر ۲۰۲۱پورې زموږ ملاتړکوونکي افغانان باید له موږ سره خوندي وای، نه دا چې پرېښودل شوي وای.»

بې‌رحمي او شکنجه

نجم‌الدین چې له لسو کلونو ډېر د «۳۳۳کمانډو ځواک »په نوم ځانګړې قطعه کې خدمت کړی و، د برېتانیا د بیا مېشتېدو اجازه یې ترلاسه کړې وه، خو طالبانو تر وتلو مخکې ونیوو. د کورنۍ غړي یې وايي: «طالبانو پرې هېڅ رحم ونه کړ. پر شا او ملا یې وهلی وو، نوکان یې ور اېستلي وو، طالبانو هڅه کوله چې له نجم الدین څخه اعتراف واخلي چې وسلې یې پټې کړي، خو هغه هېڅ جرم نه درلود. دا یې یوازې د انتقام لپاره کول.»

د هغه پخوانی همکار حمیدالله ناصري چې اوس په برېتانیا کې اوسېږي، وايي: «نجم‌الدین د انګلیسي ځواکونو تر څنګ ګڼ عملیات ترسره کړي وو. دا ډېره زړه‌دردونکې ده چې هغه له بیا مېشتېدنې د پروګرام د تصویب سره سره لا هم په افغانستان کې پاتې دی.»

ناصري زیاته کړه، چې دی له شاوخوا ۱۴نورو پخوانیو همکارانو سره په اړیکه کې دی چې د برېتانیا له لوري تصویب شوي، خو لا نه دي وتلي.

یو بل افغان علي ګل حیدري چې د افغان ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی او د امریکايي پوځیانو نږدې همکار و، د طالبانو له لوري له شپږو میاشتو بند او شکنجې وروسته له هېواد څخه وتلی و، خو یو کال وروسته د ګاونډي هېواد له‌خوا وشړل شو او بېرته افغانستان ته واستول شو. په ۲۰۲۴کال کې طالبانو د کور مخې ته په ډزو وواژه. د هغه مېرمن وايي: «کور مو محاصره شو، هغه بهر ووت، خو لا یې څه نه‌وو ویلي چې وویشتل شو.»

د پخواني افغان پوځ افسر نقیب‌الله پر کور د طالبانو د یرغل پر مهال د هغه زوی وژل شوی. هغه له دوه انګلیسي افسرانو د سپارښت لیکونو سره سره د«ای ار ای پي» له برنامې رد شوی. نقیب‌الله وايي، طالبان هغه کسان موخه ګرځوي چې د بهرنیانو تر څنګ جنګېدلي وي، ځکه هغوی ته د دوښمن په سترګه ګوري.»

حقوقي استازو او څېړونکو ویلي، چې د برېتانیا د حکومت بې‌پروايي د افغان ځانګړو واحدونو زرګونه دوسیې له ګواښ سره مخ کړې.

وکیل ډینیل کېري وايي: «زموږ موکلین څلور کاله وروسته لا هم د لومړني قانوني پرېکړې په تمه دي. دا یو اوږد، دردناک او غیرعادلانه بهیر دی.»

د بشري حقونو د څار سازمان مشره پاتریشیا ګاسمن وايي، د طالبانو د «عمومي بښنې» وعده بې‌معنا ثابته شوې ده: «طالب قوماندانانو سلګونه پخواني پوځیان او د استخباراتو غړي له محاکمې پرته وژلي یا بې‌درکه کړي او هېڅ حساب یې نه شته. دا ښيي چې د طالبانو مشران دا کړنې زغمي یا یې ملاتړ کوي.»

بلخوا، د برېتانیا د دفاع وزارت ویاند وايي حکومت لا هم هغو افغانانو ته ژمن دی چې د بیا مېشتېدو شرایط پوره کوي، خو د امنیتي او ویزې ارزونې پروسه وخت نیسي.

سره له دې، څېړونکي وايي چې د مستندو پېښو شمېر ښيي چې د طالبانو د انتقام دا لړۍ لا پای ته نه ده رسېدلې او لا ډېر افغانان ښایي هدف وګرځي.

نور خبرونه

رادیو