په افغانستان او نړۍ کې ۱۴ میلیونه خلک د مرستو د کمېدو له امله له سختې لوږې سره مخ دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۳

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان، کانګو، هایټي، سومالیا، سوېلي سوډان او سوډان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه خلک د نړۍ د بشردوستانه مرستو د کمېدو له امله د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخ دي. د دوی په خبره، د مرستو کمول د لوږې پر وړاندې د مبارزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، امریکا چې د دې ادارې تر ټولو لوی مالي ملاتړی دی، د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال یې خپلې بهرنۍ مرستې سختې راکمې کړې.

نورو لویو هېوادونو هم خپلې بشري او پرمختیایي مرستې کمې کړې دي یا یې د کمولو پلان لري.

یاد سازمان زیاتوي: «زموږ بودیجه به په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۰ سلنه راکمه شي، چې د ۲۰۲۴ کال له ۱۰ میلیارد ډالرو څخه ۶.۴ میلیار ډالرو ته ورسېږي. دا حالت زموږ د مرستې رسولو وړتیا ډېره محدوده کړې.»

سازمان خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو مرستو کمښت ممکن ۱۳.۷ میلیونه کسان د «بېړنۍ لوږې» سره مخ کړي چې دا پړاو یوازې له قحطۍ یوه درجه لرې ده.

د خوړو د نړۍوال پروګرام مشره سینډي مکین وايي: «د اړتیاوو او زموږ د مالي توان ترمنځ واټن هېڅکله دومره نه و. که مرسته ونه شي، نو د لوږې پر وړاندي د څو لسیزو پرمختګونه به له منځه ولاړ شي.»

هغې زیاته کړه: «دا ستونزه یوازې هغو هېوادونو پورې محدود نه دی چې له ناورین سره مخ دي. د ساحل په سیمه کې چېرې چې ۵۰۰ زره کسان نور د خوړو له مرستو بې‌ برخې شوي وو که ملاتړ ونه شي، ښايي دا لاسته راوړنه له لاسه ورکړو. موږ باید د شا تګ مخه ونیسو.»

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له بېوزلۍ او لوږې سره مبارزه کوي او نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.

امریکا ویلي، د دې له امله چې له طالبانو سره د مرستو د لاس‌ رسي په اړه اندېښنه لري، افغانستان ته یې خپلې مرستې بندې کړې دي.

طبیعي پېښو لکه د ختیځ افغانستان وروستۍ زلزله، سېلابونه، وچکالي او د فقر د له منځه وړلو لپاره د پروګرامونو نشتوالی د دې لامل شوي، چې افغانستان له یوه سخت بشري حالت سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو