یونېسف: د زلزله‌ځپلو سیمو ۲۱۲زره افغان ماشومان د وژونکو ناروغیو له جدي ګواښ سره مخ دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۳

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په زلزله‌ځپلو سیمو کې له ۲۱۲زرو څخه ډېر ماشومان د «حاد نس ناستي» او نورو وژونکو او همداراز د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د یونېسف استازي تاج‌الدین اویوواله ویلي، زلزلې نه یوازې د خلکو ژوند او کورونه ویجاړ کړي، بلکې اوس د ناروغیو له لارې د لا زیاتو مرګونو ګواښ یې هم رامنځته کړی دی.

د ده په وینا، ماشومان په ګڼه ګوڼه کې په خیمو او لنډمهالو استوګنځایونو کې ژوند کوي، چې نه تشنابونه لري او نه پاکې اوبه. هغه وویل: «دا د روغتیایي ناورین لپاره یو بشپړ توپان دی.»

د روغتیا د نړۍوال سازمان په وینا، د «حاد نس‌ناستي» ناروغي د ماشومانو د مړینې له درېیو مخکښو علتونو څخه ده، چې هر کال له ۴لکه ډېر ماشومان تر پنځو کلونو کم عمره د همدې ناروغۍ له امله مري.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د پاکو اوبو، د پاکوالي مناسب سیستم او د لاسونو د مینځلو امکاناتو نشتوالی د دغې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لاملونه دي.

یونېسف وايي، د زلزلې له امله ۱۳۲د اوبو سرچینې ویجاړې شوي او زرګونه کورنۍ له پاکو اوبو او د لاس مینځلو له وسایلو بې‌برخې شوې دي. له څلور تر پنځو کلیو اوس د تشنابونو له منځه تلو وروسته له خلاصې فضا څخه د حاجت لپاره کار اخلي. ډېرې کورنۍ له صابون او نورو لومړنیو حفظ‌الصحې وسایلو هم بې‌وسه شوې دي، چې دا وضعیت د ناروغیو د خپرېدو زمینه برابروي.

د یونېسف له ۲۱.۶ میلیونه ډالرو بېړني غوښتنلیک څخه تر اوسه یوازې نیم تمویل ترلاسه شوی او دغه اداره له نړۍوالو تمویل کوونکو غوښتنه کوي، چې مرستې زیاتې کړي.

دغه اداره وايي، دوی د اوبو، صفایي او حفظ‌الصحې خدماتو (واش) له لارې په ۶۰هېوادونو کې د ناروغیو د مخنیوي هڅې کوي. په افغانستان کې یې هم لنډمهالي تشنابونه جوړ کړي، د حفظ‌الصحې کڅوړې یې وېشلې او د بېړني اوبو رسولو موټر یې ګومارلي، خو وايي چې تمویل یې نيم پاتې دی.

په ورته وخت کې د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم د ۶۲۲میلیونه ډالرو له تمویلي کسر سره مخ دی. دا اداره وايي، د بودیجې د نشتوالي له امله اوس یوازې د اړتیا وړ افغانانو له لس سلنې لږو ته د خوړو مرسته رسېږي. د افغانستان ترڅنګ، د دې ادارې د عملیاتو نور پنځه هېوادونه هم د تمویل کمښت له ګواښ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو