د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطيف منصور د روسیې د انرژۍ اوونۍ په فورم کې ګډون کړی او د افغانستان د انرژۍ د پراخو ظرفیتونو او فرصتونو په اړه یې بحثونه کړي. نوموړي هیله ښودلې، چې په دې سره به د نړۍوالو همکاریو زمینه پراخه شي.
عبداللطیف منصور د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د روسیې د انرژۍ اوونۍ په فورم کې ګډون کړی.
د طالبانو د اوبو او اونرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړو دولتي چارواکو، پانګوالو او د انرژۍ د سکټور متخصصینو برخه اخیستې.
طالبانو دا ناسته د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ، پانګونې، نوښتونو او د نوې ټېکنالوژې د تبادلې لپاره مهم نړۍوال فرصت ګڼلی.
طالب وزیر زياته کړې: «د دې ګډون موخه دا وه چې د افغانستان د انرژۍ او اوبو په برخه کې د نړۍوالو همکاریو زمینه لا پراخه شي، د بهرنیو پانګوالو باور ترلاسه شي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره عملي لارې چارې رامنځته شي.»
د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د دغه طالب چارواکي ګډون په داسې حال کې دی، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته انرژي وارداتي ده.

