د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو ځل بیا پوځي ترینګلتیا لوړه شوې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېورند پر پوله له څو کلونو راهیسې وخت‌په‌وخت د ډزو، هوایي بریدونو او لفظي جګړو پېښې لیدل کېږي، خو د روانو دوو اونیو بریدونه د پاکستان له خوا د نړۍوالو اصولو له مخې سرغړونه ګڼل کېږي.

له پاکستان څخه د افغانستان پر لوري هوایي او ځمکنی برید یوازې یو سیمه‌یز سیاسي عمل نه دی، بلکې دا د نړۍوال قانون، د هېوادونو د حاکمیت او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض دی.

د حاکمیت اصل او د نړۍوال قانون بنسټ

په نړۍوالو اړیکو کې تر ټولو مهم اصل د دولتونو حاکمیت (Sovereignty) دی. دا اصل د دې معنا لري چې هر هېواد او په هېواد کې حاکمه ډله یا نظام د خپلې خاورې، هوا او سیاسي پرېکړو په اړه بشپړ واک لري. د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې په څلورمې فقره کې راغلي:

«ټول هېوادونه باید د بل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر ضد له هر ډول زور کارولو ډډه وکړي.»

پاکستان د افغانستان د هوايي حریم نقض کړی، نو په دې توګه یې د دې بنسټیز اصل څخه ښکاره سرغړونه کړې ده. د بل هېواد پر خاوره یا فضا برید د یو هېواد د حاکمیت او سیاسي استقلال سپکاوی ګڼل کېږي.

د شیکاګو کنوانسیون او د هوايي فضا حاکمیت

د ۱۹۴۴م کال د شیکاګو نړۍوال کنوانسیون (Chicago Convention on International Civil Aviation) په لومړۍ ماده کې صراحتاً راغلي:

«هر دولت د خپل خاورې پورته په هوايي فضا کې بشپړ او ځانګړی حاکمیت لري.»

نو که پاکستان د افغانستان په هوايي فضا کې بې اجازې عملیات کوي، دا د دې تړون ښکاره نقض دی. د ملګرو ملتونو د قانون له مخې، هېڅ هېواد د بل هېواد په فضا کې بې اجازې عملیات نه شي کولای، حتا که د ترهګرۍ ادعا هم مطرح کړي، باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي.

د زور کارولو بندیز او د ځان‌دفاع استثنا

د ملګرو ملتونو د منشور د ۲مې مادې له مخې، د زور کارول یوازې په دوو حالاتو کې جواز لري:
۱. که د ملګرو ملتونو امنیت شورا اجازه ورکړي.
۲. که یو هېواد د ځان دفاع په حالت کې وي.

پاکستان نه د امنیت شورا اجازه لري او نه یې د ځان‌ د دفاع قانوني دلیل وړاندې کړی دی. د «ترهګرو د ځپلو» په نوم د بل هېواد پر خاوره برید د نړۍوال قانون له مخې د ځان‌دفاع په تعریف کې نه راځي، بلکې دا تجاوز (Aggression) بلل کېږي، یو جرم چې نړۍواله محکمه یې د محاکمې وړ بولي.

د دوه‌ګوني چلند ستونزه

پاکستان پخپله څو ځله د هند د هوايي بریدونو پر ضد شکایت کړی او هغه یې د نړۍوال قانون خلاف بللي، خو اوس هماغه کار په افغانستان کې تکراروي. دا دوه‌ګونی معیار نه یوازې د نړۍوال قانون پر اصولو سیوری اچوي، بلکې د پاکستان د رسمي دریځ صداقت هم تر پوښتنې لاندې راولي.
یو هېواد نه شي کولای د نړۍوال قانون اصول یوازې هغه وخت ومني چې د ده په ګټه وي او هغه وخت یې رد کړي چې د ده له کړنو سره تضاد ولري.

د بریدونو سیاسي هدفونه

که څه هم پاکستان د خپلو بریدونو دلیل د "ترهګرو ځپنه" بولي، خو حقیقت دا دی چې دغه اقدام ژور سیاسي پیغام لري.
اسلام‌اباد غواړي د افغانستان پر واکمنو طالبانو فشار زیات کړي، څو هغوی د پاکستان د امنیتي غوښتنو تابع پاتې شي.
له بلې خوا، د پاکستان پوځ غواړي د کورنیو فشارونو او اقتصادي بحرانونو څخه د خلکو پام د "بهرني خطر" په لور واړوي. دا هغه تاکتیک دی چې پوځ په تېرو څو لسیزو کې د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره کارولی.

د افغانستان قانوني حق

که څه هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر فایق ویلي چې دی به د پاکستان د بریدونو په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي، خو افغانستان کولای شي دا موضوع په څو لارو تعقیب کړي:

  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت.
  • نړۍوالې محکمې (ICJ) ته د دعوې وړاندې کول.
  • د نړۍوالو هم‌پیمانو ډېپلوماتیکو کړیو بسیجول، څو د پاکستان د عمل په غندنه کې ګډ دریځ ونیسي.

که څه هم د طالبانو حکومت په نړۍواله کچه رسمیت نه لري، خو د افغانستان د خاورې پر ضد هر برید د افغانانو پر شریکه خاوره برید ګڼل کېږي، نه د یوې ډلې پر ضد اقدام.

په لنډ ډول یې که ووایو، پاکستان د افغانستان پر حاکمیت برید کړی، د نړۍوال قانون بنسټیز اصول یې مات کړي او د سیمې د ثبات لپاره یې یو نوی خطر رامنځته کړی دی. دا ډول کړنې نه یوازې نړۍوال مشروعیت له منځه وړي، بلکې د پاکستان د بهرني سیاست د بحران او د پوځ د بې‌مسوولیته ستراتیژۍ څرګندونه هم کوي.
افغانستان باید دا قضیه نړۍوالو بنسټونو ته ورسوي، څو دا پیغام ورکړي چې د یوه هېواد پر خاورې برید هېڅکله د «ترهګرۍ ضد عملیاتو» په نوم نه شي توجیه کېدی.

نور خبرونه

رادیو