د کوېټې، کراچۍ، لاهور او اسلام اباد پولیسو ویلي چې په یادو سیمو کې د مېشتو غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو عملیات یې پیل کړي دي.
له کوېټې او کراچۍ څخه دوو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې پولیسو ورسره خشن برخورد پیل کړی دی.
په کراچۍ کې د پولیسو یو مشر اې ار وای تلویزوني شبکې ته ویلي چې سپر لویې لارې ته څېرمه پراته نېږدې لویه برخه افغانان یې ایستلي او کورونه یې نړولي دي.
نوموړی زیاتوي چې نېږدې ۳۰ زره نورو افغان کډوالو ته یې درې ورځې وخت ورکړی څو له سیمې ووځي.
په ورته وخت کې له لاهور او اسلام اباد څخه یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې نن غرمه مهال په بېلابېلو لارو او کوڅو کې پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي.
بل خوا له کوېټې څخه افغان کډوال حاجي امین ویلي چې پاکستاني پولیس د افغان کډوالو پر کورونو ګرځي او کډوال په زور له کورونو وباسي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو عملیات وروسته له هغې زیات شوي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه زیاته شوې ده.