د طالبانو د کندهار امنیه قومانداني وايي چې د نشه يي توکو پر ضد یې ۱۵۷ عملیات کړي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۴

د کندهار د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې له نشه‌يي توکو سره ددوی د مبارزې ځواکونو په تېرو دوو اونیو کې د ښار او ولسوالیو په ګڼو سیمو کې ۱۵۷ بریالي عملیات ترسره کړي دي.

د طالبانو د کندهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د نشه‌يي توکو په تړاو ۳۰ تنه شکمن کسان نیول شوي او له دوی څخه ۲،۲۷ ګرامه ښیښه، ۴۶۵ ګرامه ټابلیټ‌کا، ۱۸۰ ګرامه اومان، ۱،۲۱۰ کیلو ګرامه تریاک، ۳۵،۴۶۸ کیلو ګرامه چرس، ۲۳۰ کیلو ګرامه د چرسو بوساړه او ۱۲ تلیفونونه ترلاسه شوي دي.

یاده قومانداني وايي، د عملیاتو پر مهال ۱۳ جریبه کرنیزه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه شوې او د کندهار ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۲۹۱ تنه په نشه‌يي توکو روږدي کسان او ۳۴ تنه سوالګر راټول او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکو ویلي چې دغه عملیات به دوام ولري.

طالب چارواکو په کراتو ویلي چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او تولید صفر ته رسیدلی، خولاهم ددې توکو کښت او قاچاق کیږي.

نور خبرونه

رادیو