یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې زلزله ‌ځپلې سیمې له روغتیايي ناورین سره مخ دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۴

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وایي، د افغانستان په ختیزو زلزله‌ځپلو سیمو کې د اوبو او حفظ‌ الصحې سیسټمونو له ویجاړېدو وروسته، له ۲۱۲ زرو زیات ماشومان د حاد اسهال او نورو وژونکو ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي.

یونیسف په یو خپور کړي راپور کې وایي، چې د زلزلې له امله د پاکو اوبو ډېری سرچینې ویجاړې شوې او ګڼې کورنۍ له څښاک اوبو او د لاس مینځلو له اسانتیاوو بې برخې دي.

د راپور له مخې، د اوبو ۱۳۲ سرچینې ویجاړې شوې دي، او څلور نه تر پنځو کلیو پورې اوس خلاص پر ځمکه رفع حاجتونه کوي، ځکه ډېری تشنابونه وران شوي دي.

یونیسف وایي، ډېر خلک صابون او نور د لاس مینځنې او لاس پاکوالي توکي نه‌ لري، چې دې وضعیت د ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې که عاجلې مرستې و نه‌ شي، نو د روغتیا یوه لویه فاجعه به رامنځته شي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین ویلي:«زلزلې کورونه ویجاړ کړل او ګڼې کورنۍ یې له منځه یووړې، خو اوس د ناروغیو له لارې د لا ډېرو ماشومانو د مړینې خطر رامنځته شوی دی.»

یونیسف وايي، د تشنابونو او د اوبو د شبکو ویجاړۍ په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له خطرونو سره مخ کړې دي، ځکه چې د خوندي تشنابونو اسانتیاوې نه‌ لري.

یادې ادارې ویلي چې زلزله‌ځپلو سیمو ته د اوبو بیړني ټانکرونه لیږي او د اوبو سیستمونه رغوي، تر څنګ یې لنډمهاله تشنابونه جوړوي، د حفظ الصحې کڅوړې وېشي او د ناروغیو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوي.

خو په وینا یې، د مرستو لپاره پیسې کافي نه‌ دي، ځکه د دوی له اړخه د ۲۱،۶ میلیونه ډالرو له غوښتنې یوازې نیمایي برابرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې د زلزله‌ځپلو د ژوند ژغورنې لپاره سملاسي مرستې وکړي.

نور خبرونه

رادیو