د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د اریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه کړې، چې د هوايي کارګو له لارې یو کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو ډالر او یو کیلو وارداتي سوداګریز توکي په اتیا سېنټه راولېږدوي.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ د چارشنبې په ورځ، د لړم ۱۴مه وویل چې تېره وځ د یادې ډلې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د هوايي کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو او وچو او تازه مېوو د صادراتو په اړه دویمه تعقیبي ناسته شوې ده.
په یاده ناسته کې د اریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه شوې، چې یو کیلو صادراتي سوداګریز توکي به په یو ډالر او یو کیلو وارداتي سوداګریز توکي به په اتیا سېنټه انتقالوي.
طالبانو دا نه دې ویلي، چې وړاندې د اریانا افغان هوايي شرکت له خوا د یو کیلو صادراتي او وارداتي توکو پر سر څومره پیسې اخېستل کېدې.
په یاده ناسته کې ملا برادر د دې ډلې مالیې او ترانسپورټ او هوايي جلند وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې د اریانا افغان هوايي شرکت ته په خپلو فیسونو کې ۹۰ سلنه تخفیف ورکړي.
ملا بردار د اریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه کړې، چې د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره دې ژر تر ژره یوه کارګو الوتکه و پېري.

