د طالبانو او پاکستان پلاوي د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د ای ایس ای د مشر جنرال عاصم ملک په مشرۍ ترکیې ته لاړل.
د طالبانو سرچینې وايي، چې سهیل شاهین، رحمت الله نجیب، قهار بلخي، ذاکر جلالي او انس حقاني د طالبانو د پلاوي غړي دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د قطر سفارت سرپرست سهیل شاهین، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي، دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي او انس حقاني ددغه پلاوي غړي دي.
د پاکستان د پلاوي ترکیب تراوسه نه دی په ډاګه شوی، خو ددغه هېواد رسنیو خبر ورکړی چې مشري یې د ای ایس ای رییس جنرال عاصم ملک کوي.
دغه پلاوي به سبا د نومبر پر شپږمه په ترکیه کې په خبرو اترو کې ګډون کوي.
دغه ناسته چې د تړلو دروازو تر شا تنظیم شوې، د کابل او اسلام اباد د راتلونکو اړیکو برخلیک ټاکي.
د دغو خبرو اترو هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکارۍ او ګډو اندېښنو په اړه یوې وروستۍ هوکړې ته رسېدل دي.
ترکیه او قطر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو منځګړتوب کوي.

