لیدلوری

د استانبول په خبرو کې؛ د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عبدالحق وثیق څوک دی؟

۳ ساعتونه مخکې

سبا په ترکیه کې له پاکستاني پلاوي سره د خبرو اترو مشري د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق کوي. نوموړی نن د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ.

وثیق د طالبانو د سیاسي اړیکو، منځګړتوب او استخباراتي چارو ازمویل شوې او ددې ډلې د پخواني مشر ملامحمد عمر د حلقې باور وړ څېره ګڼل کیږي.

په ۱۹۹۶ کال کې چې طالبان د افغانستان پر درې پرڅلورمه برخه افغانستان واکمن شول او د ایران پولو ته ورسېدل، دې ډلې د خپل مختلف نظامي ځواک او په خپلو لیکو کې د پاکستانیو شیعه ضد ډلو د جنګیالیو د حضور له امله له ایران سره د اړیکو په برخه کې پام وړ ستونزې درلودې.

په پیل کې د ایران او طالبانو تر منځ اړیکې ترینګلې وې ځکه تهران د طالبانو وسله وال مخالفان او شیعه ډلې حمایه کولې او ایران، چې یو شیعه دولت دی، د طالبانو له سختدریځې سني ایډیالوژۍ او له شیعه لږه کي سره د چلند له اړخه اندیښمن و. خو څومره چې طالبانو خپل واک پیاوړی کاوه، هغومره یېد سیمې په کچه متحدانو ته اړتیا لرله او عبدالحق وثیق، چې په پیل کې یوازې د استخباراتو یو ټیټپوړی چارواکی و، د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې ټاکونکی رول ولوباوه.

عبدالحق وثیق اوس د طالبانو د استخباراتو لوی رییس دی چې د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ له استخباراتو سره ښکیل دی.

وثیق چې په ۱۹۷۰ کال کې د غزني ولایت په خوږیاڼو کې زېږېدلی، د طالبانو تر لومړي امارت وړاندې یې له خپلې کورنۍ سره د ایران په زاهدان کې ژوند کاوه. د وثیق کورنۍ د ډاکتر نجیب د واکمنۍ پر مهال له ګلبدین حکمتیار سره اړیکې درلودې او نوموړی په سیستان بلوچستان کې د ګلبدین حکمتیار د مرکز د مشر قاري احمد الله،اوښی دی.

عبدالحق وثیق د پاکستان د کویټې په ضیاء المدارس دیني مدرسه کې زده کړې وکړې او هلته یې بلوچي ژبه هم زده کړه او کله چې طالبانو کابل ونیوه، د هغه مشر اوښی قاري احمد الله د طالبانو د استخباراتو رییس وګومارل شو او وثیق لومړی د نوموړي د ساتونکي، ورپسې د ساتونکو د مشر او بیا د کابل لپاره د طالبانو د استخباراتو د څارنې رییس شو. وثیق وروسته په کندهار او نیمروز جنوبي ولایتونو کې د طالبانو د فعالیتونو د څارنې لپاره مهم رول لوبولی و او هلته یې د توندلارو وسله والو ډلو د څارنې او ارزونې دنده هم پر غاړه لرله.

نوموړي له ایراني وسله والو کړیو سره په ټیټه کچه اړیکې لرلې، خو د استخباراتو له مرستیالۍ وروسته نوموړی د ملا عمر له خوا له ایران سره د اړیکو مسوول او بیا له اروپايي هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو مسوول هم وګومارل شو.

عبدالحق وثیق وروسته د استخباراتو له رییس سره له نږدې خپلوۍ نه په استفادې د طالبانو د استخباراتو مرستیال وټاکل شو. هغه د طالبانو له مشر ملا محمد عمر او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره مستقیمې اړیکې لرلې. هغه د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې له توندلارو ډلو سره د طالبانو اړیکې سمبالولې او هم یې په کوېټه، د هلمند په بهرامچه او سیستان بلوچستان کې مېشتې څلور توندلارې ډلې په ۱۹۹۸ کال کې له طالبانو سره همغږې کړې او د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې یې یو پنځه اړخیزه تړون وکړ.

له دغه تړون وروسته عبدالحق وثیق د طالبانو مشر ته لا نږدې شو او د طالبانو په داخلي کړیو کې هغه د طالبانو مشر ته یو له نږدې اشخاصو ګڼل کېده، چې په مستقیم ډول یې له ایران سره د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د اړیکو د تنظیم مسوولیت پر غاړه درلود.

هغه د طالبانو په لومړۍ دوره کې ایران ته نږدې شخص بلل کېده او له همدې امله له ایران سره د طالبانو ټولې وسله والې او اوپراتیفي اړیکې هغه تنظیمولې.

نوموړی د ۲۰۰۱ کال په نومبر میاشت کې په غزني کې داسې مهال ونیول شو، چې د کندهار پر لور یې سفر کاوه.

پر وثیق تور و، چې له ایران سره پر پوله یې د القاعدې یو شمېر غړو ته پټنځایونه برابر کړي او د القاعده شبکې ایران پلوه ډله یې غزني، پکتیکا او تورې بورې ته انتقال کړې او تجهیز کړې ده او همدا راز یې د عملیاتو او روزنیزو کمپونو د تنظیم او امنیت ساتنې مسوولیت لاره.

د هغه لومړۍ مېرمن، مور او کورنۍ په ۲۰۰۲ کال ایران ته کډوال شول او د زاهدان په همت اباد کې مېشت شول، د هغه د کورنۍ درې غړي له صدر ابراهیم سره د سستان بلوچستان د نصرت اباد په العمریه مدرسه کې شامل شول او د هغه کشر اوښی قاري احسان په ۲۰۱۷ کال کې په همدې مدرسه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

امریکا وروسته وثیق ګوانتانامو ته ولېږداوه او د ۲۰۱۴ کال د می تر ۳۱مې نېټې پورې هلته بندي و. هغه د قطر دولت په منځګړیتوب د امریکایي سرتېري بووا برګډال په تبادله کې له زندان نه خوشې شو او قطر ته ولېږدول شو. د هغه له خوشې کېدو سره څلور نور لوړپوړي طالب قوماندانان هم خوشې شول، چې له امله یې د ملا محمد عمر په نوم په خپرې شوې اعلامیې کې خوښي ښودل شوې وه.

له خوشې کېدو وروسته عبدالحق وثیق قطر ته ولېږدول شو او وروسته یې په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې د یوه مهم غړي په توګه دنده ترسره کوله.

د وثیق له خلاصون وروسته د هغه کورنۍ په ایران کې اوسېده. د لومړي ځل لپاره هغه د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر میاشت کې له قطر څخه اسلام اباد، له اسلام اباد څخه بلوچستان او بیا ایران ته لاړ.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني اوپراتیفي مرستیال افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، « موږ په ۲۰۱۶ کال کې د نوموړي له سفر څخه خبر وو او د اطلاعاتو مشترکې قوماندانۍ ته مو له راپور ورکولو وروسته په ډېپلوماتیکه کچه له ایران او پاکستان سره یاده اندېښنه شریکه کړې وه». نوموړی زیاتوي چې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې وثیق ایران ته څلور ځله سفرونه کړي او له سپاه پاسداران سره یې کمزورې شوې اړیکې، چې د اوږدې مودې زندان له امله یو څه له منځه تللې وې، بېرته رغولې دي.

د وثیق د کورنۍ غړي د ۲۰۱۸ کال د فیبروري په میاشت کې قطر ته په افغاني پاسپورټونو لاړل او یاد پاسپورټونه په ۲۰۱۷ کال کې په ایران کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا ورکړل شوي وو، چې له امله یې د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي د افغانستان د جمهوري دولت له خوا له دندو منفک شول.

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر نهمه وثیق د امریکا د مرکزي استخباراتو له مرستیال ډیوید کوهن سره په دوحه کې ولیدل. دا لومړی ځل و چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو وروسته دواړې خواوې په دې کچه خبرو ته کښېناستې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو حکومت د دې لیدنې په اړه رسمي تبصرې ونه کړې.

نوموړی د طالبانو په منځ کې د خبرو اترو او استدلال درلودونکی کس شمېرل کیږي او له همدې امله په پېچلو خبرو اترو کې د پلاویو مشري کوي.

نور خبرونه

رادیو