د کډوالو نړۍواله اداره: د ژمي پرمهال د شمالي ولایتونو زلزله ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۱ ساعت مخکې

د کډوالو نړۍواله اداره وايي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې زلزلې شاوخوا ۲۲۰زره خلک اغېزمن کړي چې په‌کې داخلي بې‌ځایه شوي او تازه ستانه شوي کډوال هم شامل دي. یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو ډېری خلک لا هم خوندي پناه ځایونه نه‌لري او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو نړۍوالې ادارې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د زلزلې له کبله ډېری کورونه په جدي حالت کې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ شاوخوا ۶۲سلنه کورونه په بشپړه توګه او ۳۸سلنه برسېرن ویجاړ شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، تر ټولو زیات تاوان په بلخ او سمنګان ولایتونو کې اوښتی؛ خو کندوز، جوزجان او سرپل ولایتونو کې هم خلکو ته زیانونه اوښتي دي. د کډوالو دغه ادارې ویلي، چې بېړنۍ ډله یې له ۱۵ ټیمونو سره سمنګان او بلخ ولایتونو ته استولې؛ څو د اغېزمنو کورنیو وضعیت معلوم کړي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د لومړنیو ارزونو له مخې ډېری کورنۍ د ژمي د رارسېدو پرمهال د خوندي پناه ځای او بنسټیزو مرستو د نشتوالي له کبله له ګواښ سره مخ دي. خبرپاڼه زیاتوي، د بېړنیو اړتیاوو په منځ کې خیمې، غیر خوراکي توکي، روغتیایي مرستې، رواني ملاتړ، د ښځو او ماشومانو لپاره روغتیایي کیټونه، د معلولیت لرونکو کسانو لپاره مرستندویه توکي او د زیانمنو کورنیو لپاره نغدي مرستې شاملې دي.

وروستۍ زلزلې د افغانستان په شمال او په ځانګړي ډول بلخ او سمنګان ولایتونو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې؛ په دغه زلزله کې لږ تر لږه ۲۸کسان مړه او نږدې ۹۵۰ نور بیا ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو