د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سمنګان ولایت ته د سفر پرمهال له زلزله ځپلو سره ژمنه کړې، چې د سرپناه جوړولو، کورونو ابادولو او په ځینو نورو برخو کې به یې ستونزې اوارې کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د چارشنبې په ورځ، د لړم ۱۴مه وویل، چې ملا برادر نن سمنګان ولایت ته سفر کړی او له زلزله ځپلو سره یې لیدلي.
نوموړي د زلزلې له امله د زیانمنو شویو کسانو د کورونو جوړولو، د ټپیانو د درملنې او نورو برخو کې د مرستې په موخه په سمنګان کې ځايي طالب مسوولینو ته نغدي پیسې هم ورکړې دي، خو د یادو پیسو کره اندازه نه ده په ډاګه شوې.
دغه طالب چارواکي، یو ځل بیا پر افغان سوداګرو او او نړیوالو خیریه بنسټونو غږ کړی، چې په سمنګان ولایت کې له زلزله ځپلو کسانو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
نوموړي داسې مهال سمنګان ولایت ته سفر کړی، چې څو ورځې وړاندې سمنګان، بلخ او ځینې نور ولایتونه نسبتا زوروري زلزلې ولړزول چې له امله یې ۲۷ کسان مړه او له ۷۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.

