د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال په کابل کې د یاد هېواد د ډیپلوماټیکې استازولۍ د فعاله کېدو خبر ورکړی. نوموړي ویلي، چې تر راتلونکو څو ورځو به په کابل کې د هند سفارت تخینکي ماموریت چارې د سفارت کچې ته لوړې کړي.
جېسوال د پنجشنبې په ورځ، د تلې ۲۴مه، د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې نوی ډیلی اوس په کابل کې تخنیکي ماموریت لري او دا ماموریت یې د ۲۰۲۲ کال په جون کې پیل کړی و.
د ۲۰۲۱ کال په اکسټ کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره هند خپل سفارت وتاړه، خو د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې یې هلته خپل تخینکي ماموریت بیا پیل کړ.
هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د څو ورځني سفر په ترڅ کې دواړو لوریو د ډیپلوماتیکو اړیکو پر لوړیدو او د ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هند ته خپل سفر تاریخي او له لاسته راوړنو ډک بللی دی.