ملي مقاومت جبهه وايي په کندز کې یې د طالبانو د امر بالمعروف مرستیال وژلی

۱۱ ساعتونه مخکې

د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې د دې ډلې ځواکونو د کندز ولایت په مرکز کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مرستیال «قاري بشیر» وژلی او دوه نور طالبان یې ټپیان کړي دي.

د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې چې پر ایکس‌ یې خپره کړې، ویلي دي چې دا برید د تلی په ۲۳مه، د شپې شاوخوا نهه‌نیمې بجې د کندز-بغلان عمومي سړک د ناصري کوڅې په سیمه کې شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د مرستیال قاري بشیر موټر په نښه کړ، چې په پایله کې نوموړی له یو بل طالب سره ووژل شو او دوه نور یې ټپیان شول.»

د جبهې په وینا، په دغه برید کې د دوی ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو