شهباز شریف وايي له افغانستان سره د عادلانه شرایطو پر بنسټ خبرو ته تیار دی

۱۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې اسلام‌اباد د «مناسبو او عادلانه شرایطو» پر بنسټ خبرو ته چمتو دی. شریف ټینګار کړی چې دوی د واضحو شرایطو پر بنسټ خبرو ته تیار دي، خو که «طالبان دا موده د جګړې د چمتووالي لپاره کاروي، نو دا کار به ونه زغمي».

شهباز شریف دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ د فدرالي کابینې په غونډه کې وکړې او ویې ویل، پاکستان له محدودو امکاناتو سره سره له څلوېښتو کلونو راهیسې د شاوخوا څلور میلیونو افغان کډوالو مېلمستیا کړې ده.

هغه وویل: «په افغانستان کې وسله‌ وال زموږ سرتېري، پولیس او عام وګړي وژني. په ۲۰۱۸ کال کې ترهګري له منځه تللې وه، خو وروسته یو شمېر خلکو دغه کسان بېرته پاکستان ته راستانه کړل.»

نوموړي وویل، اوس «د جګړې توپ د افغانستان په میدان کې دی»، خو د طالبانو په غوښتنه د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند شوی، او د قطر هېواد هڅه کوي چې شخړه د خبرو له لارې حل شي.

طالبانو ویلي، چې اوربند د پاکستان په غوښتنه شوی دی.

شهباز شریف ټینګار کړی چې دوی له افغانستان سره د مشروع او واضحو شرایطو پر بنسټ خبرو ته چمتو دي، خو که طالبان دا موده د جګړې د چمتووالي لپاره کاروي، نو دا کار به ونه زغمي.

بل پلو د طالبانو سرچینو ویلي، چې پر پاکستاني ځواکونو برید پر کابل او پکتیکا د پاکستان د هوایي بریدونو «دفاعي ځواب» و.

طالبانو ټینګار کړی چې د پاکستان له لوري د افغانستان د خاورې سرغړونه د منلو وړ نه ده او دوی د خپل حاکمیت د دفاع حق لري.

تازه د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسید په یوه ویډیو کې ویلي، چې په کابل کې د ده د اوسېدو خبرې تورونه دی او دی د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې په خپله قبایلي سیمه کې فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو