د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حــقاني د سویلي اسیا په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییس او په کابل کې د ایران له سفیر سره د لیدنې پرمهال له نشه يي توکو سره پر ګډې مبارزې او سرحدي همکاریو غږېدلی. نوموړي ویلي، «په سیمه کې نا امني د هېچا په خیر نه تمامېږي.»
د طالبانو د کونیو چارو وزارت ویلي، چې سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ، د تلې ۲۴مه د سویلي اسیا په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییس محمد رضا بهرامي او په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي سره په لېدنه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې او د ایران او افغانستان په پولو کې د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر امنیت، ثبات او د تفاهم له لارې د مسایلو پر کمولو هم ټینګار کړی دی.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د سراج الدین حقاني له قوله ویل شوې چې:«موږ ټولو سره، خصوصا خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې غواړي، ځکه په سیمه کې نا امني د هېچا په خیر نه تمامېږي.»
سراج الدین حقاني ویلي، په هغه ډول چې د نورو حاکمیت ته درناوی لري، له نورو څخه هم ورته غوښتنه لري.

