د ازادۍ جبهې په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې ادعا کړې چې د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان «قاري خالد» د یو پلان شوي برید په ترڅ کې وژلی دی.
طالبانو تراوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
د ازادۍ جبهې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا برید د چارشنبې په شپه د تلې پر ۲۳مه، د شپې مهال ترسره شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، «د طالبانو دا قوماندان، قاري خالد، هغه مهال د جبهې د چریکي ځواکونو له لوري په نښه شو، چې له قول اردو څخه د چهاردرې ولسوالۍ پر لور روان و.»
په خبرپاڼه کې راغلي، برید د کندز د انگورباغ په سیمه کې شوی.
تر اوسه طالبانو د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

