د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد د ټولو جوماتونو ملا امامانو ته امر کړې، چې د جمعې د لمانځه په تقریر کې پر افغانستان د پاکستان تجاوز وغندي.
دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې د دښمن د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي او د دوی ملاتړ وکړي.
د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پنجشنبه په ورځ د هېواد ټولو ملا امامانو ته په یوه خبرتيا کې لیکلي: «د جمعې د لمانځه لپاره په تقریر کې په تېرو څو ورځو کې پر افغانستان د ګاونډي هېواد د تجاوز پر غندنه تمرکز وکړي.»
دغه وزارت له امامانو غوښتي، چې د پاکستان بریدونو ته د طالبانو د ځواکونو ځواب او میړانه وستايي او خلکو ته ډاډ ورکړی، چې تشویش دي نه کوي.
د طالبانو وزارت ویلي، چې د پولو ساتنه او دفاع یې مسولیت دی او که څوک پرې برید کوي بیا هم ورته ځواب ته چمتو دي.
طالبانو پر خلکو غږ کړی، چې په دې حساس وخت کې د دوی له نظام سره ودريږي او ملاتړ یې وکړي.