د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د مسکو د فارمیټ ناسته د طالبانو د رسمي ګډون له امله بې مخینې وه او نوي ډیلي ته یې وروستی سفر «تاریخي او له لاسته راوړنو ډک» بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۴مه، د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره په یوه ناسته کې د خپلو وروستیو سفرونو جزیات شریک کړل.
هغه وویل، د مسکو ناسته د طالبانو د رسمي ګډون له امله د تېر څلور کلونو په پرتله بېسارې وه.
متقي زیاته کړه، د روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو استازو د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، د کورنیو چارو په نهمداخلې، د کنګل شوو شتمنیو د خوشې کېدو، د بشري مرستو د دوام، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د حاکمیت د درناوي په اړه مثبت دریځونه څرګند کړل.
هغه د نوي ډیلي شپږ ورځنی سفر «تاریخي او له لاستهراوړنو ډک» وباله او وویل، د دې سفر پر مهال یې له هندي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو ترڅنګ، د دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا او د ګډې کمېټې د جوړېدو په اړه هم موافقه کړې ده.
متقي همداراز د دارالعلوم دیوبند(دیوبند مدرسه)له لیدنې یادونه وکړه او ویې ویل، دغه لیدنه «د تاریخي اړیکو د بیا ژوندي کېدو» سبب شوه، او هلته د تود هرکلي سره مخ شو.
هغه ټینګار وکړ چې «افغانستان خپلواک نظام لري، متوازن سیاست تعقیبوي او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د ښواړیکو غوښتونکی دی».
په همدې حال کې، د متقي د سفر پر مهال پاکستان پر افغانستان بمباري کړې وه. شنونکي وایي، د پاکستان هوايي بریدونه او د دواړو خواوو ترمنځ سرحدي نښتې ښايي له نوي ډیلي سره د طالبانو د نږدې اړیکو له پراختیا سره تړاو ولري، ځکه اسلاماباد تل د کابل او نوي ډیلي اړیکو ته له شک او حساسیت سره ګوري.