د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د غصب د مخنیوي ځانګړې محکمې د غزني ښار د نواباد ښارګوټي نږدې ۱۸۴۳جریبه ځمکه دولتي بللې او مصادره کړې یې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غصب د مخنیوي عالي کمېسیون د غزني د نواباد ښارګوټي د ځمکې دوسیه څېړلې او د دغه کمېسیون د قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ یې دا ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
د وزارت په خبره، دا ځمکه د غزني ښار د شپږمې ناحیې په دوه کادستري ټوټو کې موقعیت لري، او د څېړنو وروسته د ځانګړې محکمې له لوري رسمي دولتي ملکیت اعلان شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې محکمه له اړوندو ادارو د معلوماتو تر ترلاسه کولو، د شواهدو او اسنادو د ارزونې او د ځمکو د متصرفینو د اعترافونو وروسته دا پرېکړه کړې ده.
طالبانو د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته اخیستلو لپاره یو عالي کمېسیون جوړ کړی، چې په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او په ټولو ولایتونو کې تخنیکي کمېټې لري.
د طالبانوعدلیې وزارت زیاتوي، چې د دولتي ځمکو د بېرته اخیستلو او ثبت بهیر په ټول هېواد کې په چټکۍ روان دی.
یاد وزارت تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه جریبه ځمکې دولتي بللې دي. د روان کال د وږي په درېیمه طالبانو په لوګر کې شاوخوا ۱۴۰۶جریبه ځمکه، او د غبرګولي په ۱۲مه د پخواني وکیل حاجي قدیر اړوند ۱۲۳۲جریبه ځمکه مصادره کړې وه.
منتقدان وایي، طالبان ډېری وخت د خلکو او سوداګرو شخصي ځمکې د «دولتي»په نوم مصادره کوي، خو د دې بهیر شفافیت او د اعتراض حق نه شته، ځکه د ځمکو مالکین نه شي کولای خپلې دعوې په رسمي ډول ثبت یا رسنیزې کړي.