د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د پاکستاني ځواکونو وروستي بریدونه د سیمې خلکو ته نه یوازې د ځاني زیانونو سبب شوي، بلکې د هغوی اقتصادي ژوند یې هم له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
د جګړې له امله شاوخوا شل زره کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.
د کندهار ولایت د طالبانو د پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ادارې مسولین وایي، د جګړې پر مهال په سپین بولدک کې لږ تر لږه لس د موټر پلورنځي زیانمن شوي دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د جګړې له امله نه یوازې موټر پلورنځي، بلکې د سیمې شاوخوا پنځوس دوکانونه هم تخریب شوي او پکې پرتو وسایلو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.
طالبانو تر اوسه د مالي زیان په اړه دقیق معلومات نه دي وړاندې کړی، خو وایي چې په دې اړه پلټني روانې دي.
د سپین بولدک د موټر پلورنځیو یو مسوول عبدالله وویل: «یو هاوان زموږ په شوروم کې ولګېد، درې موټر یې راخراب کړل. شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ تاوان راته رسېدلی دی. اوس مو نه د کار توان شته او نه د جبران وس.»
یو بل د موټر پلورنځي څښتن هم ورته شکایت لري. نوموړی وایي: «هاوان زموږ شوروم ته نږدې ولګېد، څو موټره یې تخریب کړل، موږ ته یې سلګونه زره افغانۍ زیان واړاوه. خلکو له ډاره خپل دوکانونه پرېښي دي.»
بل خوا د سپین بولدک ولسوالۍ له ډیورنډ کرښې سره نږدې سیمو څخه د خلکو بېځایه کېدل هم دوام لري.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، له دغو سیمو څخه شاوخوا شل زره کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي.
ډېری دغه کورنۍ د سپین بولدک په هغو سیمو کې مېشتې شوي، چې له ډیورنډ کرښې څخه لرې دي او یوه برخه یې بیا د کندهار ښار ته تللې دي.
د بې ځایه شویو کسانو له ډلې یو تن حاجي احمد وویل: «موږ له خپلو کورونو یوازې د سر ژغورلو لپاره راوتلي یو اوس مو نه سرپناه شته او نه خوراک، ژمی را روان دی که دا ستونزه همداسي دوام ولري نه پوهیږي چې چیري به ځو.»
د کندهار طالب چارواکي وایي، د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د بېځایه شویو کورنیو د ثبت بهیر پیل شوی او که چیري ستونزه رامنځته کیږي هغوی ته به یو کمپ جوړ کړي.
د کندهار له میرویس روغتون څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تیرې ورځې نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه له اوږدې مودې راهیسې وخت ناوخته جګړې، ډزې او هاواني بریدونه کېږي؛ دا جګړې هغه وخت زیاتې شوې چې پاکستان پر کابل او څو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
دواړه هېوادونه یو بل د سرغړونو او بریدونو په تورونو تورنوي، طالبانو تل ټینګار کړی چې د پاکستاني ځواکونو له خوا د هاوانونو او توغندیو بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل دی.
کارپوهان وایي، د دواړو لورو تر منځ د سرحدي کړکېچ دوام نه یوازې د خلکو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د سوداګرۍ، راکړې ورکړې او د سیمه ییز اقتصاد د رکود لامل هم شوی دی.