د خوړو نړۍوال پروګرام: هره ورځ له ۷۰۰ زرو زياتو افغان ماشومانو ته غذایي مواد وېشو

۸ ساعتونه مخکې

د خوړو نړيوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) ویلي، چې هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له ۷۰۰زرو زياتو د ښوونځيو ماشومانو ته په ويټامينونو بډاي بیسکټ وېشي.

دغه ادارې د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي،چې دا ویټامین لرونکي بیسکټ د ماشومانو په ذهني وده او د زده‌کړې په بهير کې مرسته کوي.

د «ډبلیو ایف پي» په وينا، د دغو بیسکټو توليد په خپله د افغانستان دننه ترسره کېږي او د توليد په فابريکه کې ډېری مېرمنې په کار ګمارل شوي دي.

په ياد يادښت کې راغلي، په داسې حال کې چې د افغان مېرمنو د کار موندلو فرصتونه ورځ تر بلې راکمېږي، د ښځو استخدام په دې پروژه کې يوه لويه لاسته راوړنه بلل کېږي.

د پروګرام له قوله، په دغو بیسکټونو کې کارېدونکي مواد د ماشومانو انرژي لوړه ساتي او د هغوی د زده‌کړې وړتيا زياتوي.

يوه مېرمن چې د بیسکټونو په کارخونه کې کار کوي، وايي: «ډېره خوشحاله يم چې زموږ توليد د هېواد د بېلابېلو سيمو ښوونځيو ماشومانو ته رسېږي».

هغې زياته کړه، دا د ځايي کارکوونکو له‌خوا جوړېږي، بسته‌بندي کېږي او بيا بېلابېلو سيمو ته لېږدول کېږي.

د خوړو نړيوال پروګرام تر دې مخکې، د وږي په ۲۸مه نېټه خبرداری ورکړی و، چې شاوخوا ۵ميليونه افغان ماشومان او ميندې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، او د افغانستان د لوږې بحران ورځ تر بلې ژورېږي.

نور خبرونه

رادیو