اوکراین د خارکیف اوسېدونکو ته د یادې سیمې پرېښودو امر کړی

۳ ساعتونه مخکې

د اوکراین په ختیځې خارکیف سیمه کې د روسیې له پرله‌پسې بریدونو وروسته د اوکراین حکومت د دغه سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې له ځڼد پرته خپلې سیمې پرېږدي. ځايي چارواکو ویلي، چې څه باندې ۴۰۰ کورنۍ باید خپلې مېنې پرېږدي.

هاخوا بیا روسي چارواکو ادعا کړې، چې په جګړه کې یې ګڼ پرمختګونه کړي؛ خو اوکراین بیا ویلي چې د روسیې بریدونه یې په شا تمبولي دي.

نور خبرونه

رادیو