ټېلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ۵۲ کلنې برېتانوۍ جوړې لېندزي او کریګ فورمن کورنۍ ښایي د هغوی د ازادۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ له حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړي. یاده جوړه په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوې ده.
د لېندزي زوی جو بنټ ټېلګراف ته ویلي، چې د جاسوسۍ تورونه پر هغوی «په بشپړ ډول بېمعنا» دي او دغې جوړې د نهو میاشتو بند په موده کې ټول تورونه رد کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې کورنۍ یې د ټرمپ له ادارې سره د اړیکې نیولو په اړه غور کوي.
جو بنت زیاته کړه: «په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې یو نوی ثبات رامنځته شوی، ښایي ټرمپ وکولای شي زما د مور او پلار د ازادۍ په برخه کې مهم رول ولوبوي. کېدای شي دا اقدام د امریکا یا خپله د ټرمپ له لوري نه وي، بلکې د درېیم هېواد د سفارت له لارې ترسره شي، خو موږ باید ټولې ممکنې لارې وڅېړو.»
ټېلګراف لیکلي، چې ټاکل شوې ده د بنت کورنۍ د پنجشنبې په ورځ د برېتانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري او د هغوی د وضعیت په اړه خبرې وکړي.