د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا ترینګلتیا زیاته شوې ده. د طالبانو امنیتي سرچینو ځایي رسنیو ته ویلي، چې د پکتیکا ولایت د انګور اډې په سیمه کې خلکو ته له سیمې څخه د وتلو امر شوی.
سرچینې زیاتوي، له دې وروسته چې سیمه له ملکي وګړو خالي شوه، د طالبانو امنیتي ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ مستقیمه نښته نه ده شوې، خو دواړه لوري په بشپړ پوځي چمتووالي کې دي.
له بلې خوا، د خوست ولایت ځايي سرچینو هم ویلي چې د ځاځي میدان په سیمه کې له ماښامه پیل شوې نښته اوس پای ته رسېدلې ده.
تر اوسه د دواړو لورو چارواکو په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.