په امریکا کې د فدرالي حکومت له بندېدو وروسته څه باندې ۴زره کسان له دندو ګوښه شوي

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان کړی، چې د روانې اکټوبر میاشتې له لومړۍ نېټې د فدرالي حکومت له تړل کېدو وروسته ۴۱۰۸ فدرالي کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي.

په امریکا کې د ګارګرانو ټولنې بیا ویلي، چې د بودجې د نه منظورېدو پرمهال د کارکوونکو ګوښه کول قانوني بڼه نه‌لري. د ټرمپ سیاسي مخالفین بیا وايي، چې د ټرمپ اداره د فدرالي کارکوونکو په لرې کولو سره غواړي چې پر ډیموکراټانو فشار زیات کړي.

د امریکا په ګانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټو ترمنځ د اختلافانو له کبله د امریکا د فدرالي حکومت بودجه نه‌ده تصویب شوې، چې له کبله یې د فدرالي حکومت ګڼې ادارې تړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو