د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت درېیو چارواکو په اسلاماباد کې د نورو هېوادونو مېشتو یو شمېر سفیرانو ته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ او افغان طالبانو تر منځ د شوې جګړې په تړاو معلومات ورکړل او ورسره یې د پاکستان د امنیت پر ساتنې ټينګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، د دغه وزارت چارواکو د پاکستان د مشروع امنیتي اندېښنو په تړاو بشپړ معلومات ورکړل، خو نور یې په اړه جزییات نه دي وکړي.
د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د جګړې اور وروسته له هغې بل شو، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تېرې پنجشنبې د تلې ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ. پاکستان پرته له دې چې په رسمي توګه د یاد برید مسوولیت ومني ویې ویل، د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره هر هغه کار چې لازم وي کوي یې.
په هغه وخت کې د طالبانو دفاع وزارت یاد برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن او له خپل حریم څخه یې دفاع خپل حق وباله او خبرداری یې ورکړ، که له دې وروسته وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي مسوولیت به يې د پاکستان د پوځ پر غاړه وي.
طالبانو بیا په دویمه شپه یې (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبانو رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.
اسلاماباد بیا پر پاکستان د افغان طالبانو بریدونه بې دلیله وبلل، خو افغان طالبانو خبرداری ورکړ چې که پاکستان بیاځلي د افغانستان حریم نقض کړي، نو په کلکه به ځواب ورکړي.
له دغې جګړې وروسته په افغانستان او پاکستان کې تبلغاتو زور واخیست او لا تر اوسه هم په کره توګه روښانه نه ده، چې په یادې جګړې کې په دواړو خواوو کې څومره کسان وژل شوي او همداراز ولسي وګړو ته د اوښتې زیان کچه څومره ده.
له دې سره سم، د سرچینو په وینا لا هم د ډیورند کرښې په اوږدو کې خال خال نښتې کېږي، خو دواړه لوري یې په اړه په رسمي توګه څه نه وايي.