ایراني چارواکی: د بې‌اسنادو افغانانو د راتګ د مخنیوي یوازینۍ لاره د پولو اغېزناک کنټرول دی

۶ ساعتونه مخکې

د ایران د یزد والي محمد رضا بابايي ویلي، چې د افغان کډوالو د «غېرقانوني» تګ راتګ د ستونزې د حل یوازینۍ لاره د ایران د پولو اغېزمن مدیریت دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، بابايي ویلي:«د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د تنظیم لپاره په هغو ولایتونو کې چې له نورو هېوادونو سره پولې لري، اغېزمن اقدامات کولای شي د دې ستونزې د حل بنسټیزه لاره شي.»

نوموړي د یزد د اوسېدونکو د اندېښنو په اړه چې د افغان کډوالو له زیات حضور سره تړاو لري، ویلي: «خوشبختانه چې په وروستي یوه کال کې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو د تنظیم او ثبت لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.»

هغه غوښتنه وکړه، چې د یزد په ولایت کې دې د وګړو د چارو ادارې دفتر لپاره اړین تاسیسات برابر شي او د افغان کډوالو د استوګنځایونو د تنظیم لپاره دې جدي اقدام وشي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې ایران په وروستیو اوونیو په ځانګړي ډول د اسراییل او حماس د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو بهیر چټک کړی دی.

تر دې وړاندې د خراسان رضوي د والي مرستیال امیرالله شمقدري ویلي و، چې د دغه ولایت اړوند سیمو څخه شاوخوا ۸۰سلنه بې‌اسناده افغانان د دوغارون بندر له لارې بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

شمقدري زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د ثبت او څارنې لپاره بایومیټریک سیستم بشپړ شوی، چې له مخې به یې د کډوالو تګ راتګ په خراسان رضوي کې په انلاین بڼه څارل کېږي.

د ایراني چارواکو دا تازه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر ضد د نړۍوالو بشري بنسټونو او د ملګرو ملتونو له لوري اندېښنې زیاتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو