عکس: ارشیف

عمران خان: د ترهګرۍ ستونزه له افغانستان سره د خبرو له لارې پرته نه‌شي حل کېدای

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، تاریخ ثابته کړې چې یوازې پوځي عملیات د ترهګرۍ حل نه دی، بلکې د سیاسي بصیرت پر بنست یوې اغېزناکې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا لري او په وینا یې د ترهګرۍ ستونزه له افغانستان سره له خبرو پرته نه‌شي حل کېدای.

عمران خان د سې‌شنبه په ماښام (د تلې ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر په توګه د سهیل افریدي د غوراوي په تړاو د مبارکۍ پيغام په خپرولو سره زیاته کړه، تحریک انصاف ګوند ته په خېبر پښتونخوا کې پوځي عملیات د منلو نه‌دي، ځکه د عامو خلکو له وژنې او له خپلو مېنو له بې ځایه کېدنې پرته بله هېڅ ګټه نه‌لري. «موږ له لسیزو راهیسې لوی لوی عملیات کړي، خو دغه ناورین پای ته نه‌دی رسېدلی او ترهګري نه ده ختمه شوې.»

عمران خان زیاتوي، د ترهګرۍ د بشپړې له‌منځه وړنې لپاره د تړلو دروازو ترشا د پرېکړو پر ځای د سیاسي بصیرت پر بنسټ یوې اغیزناکې او جامع ستراتیژۍ ته اړتیا ده.

د خان په وینا، د سیاسي استازو او د خېبرپښتونخوا حکومت له حضور او مشورې پرته جوړیدونکې هر ډول پالیسي د منلو نه ده او همداراز زیاتوي: «د ترهګرۍ ضد پالیسي باید د ټولو اړخونو لکه د ځایي قبایلو، صوبایي حکومت، وفاقي حکومت او د افغان حکومت په سلا جوړه شي. د ترهګرۍ ستونزه له افغانستان سره له خبرو پرته نه‌شي حل کېدای.»

هغه په دې مبارکۍ پیغام کې سهیل افریدي ته د «اوپننګ بېټسمین» خطاب کړی او ویلي یې دي، چې باید په ازاد ډول لوبه وکړي.

سهیل اپریدی د خېبر پښتونخوا نوی سر وزیر وټاکل شو | افغانستان انټرنشنل پښتو

عمران خان همداراز د تحریک لبیک پر لاریونوالو د پولیسو ډزو ته په اشارې سره ویلي، په هره ډیموکراتیکه ټولنه کې خلک حق لري، چې احتجاج وکړي او په وینا یې له لاریونوالو سره تاوتریخوالی او پرې ډزې کول د منلو نه دي او پر هغوی یې شوې ډزې په کلکه وغندلې.

د یادونې وړ ده، چې د «تحریک لبیک پاکستان» ګوند په لاهور- اسلام اباد کې د فلسطین په ملاتړ د تېرې اوونۍ په پای کې لاریون پیل کړ، خو دغه لاریون پر تاوتریخوالي واوښت او د پولیسو په ډزو کې لسګونه لاریونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا هم نه دی مشخص شوی.

نور خبرونه

رادیو