فوزیه کوفي: نړۍ د افغان ښځو او نجونو په اړه په خپل مسوولیت کې ناکامه شوې ده

AP ۱۴۰۴ تله ۲۳

د جمهوري نظام پر مهال د پارلمان غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي وايي، نړۍ د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ښځو، سولې او امنیت د اجنډا په پلي کولو کې ناکامه شوې. نوموړې دا څرګندونې د برېتانیا د پارلمان د نړیوالې پرمختیا کمېټې ته د وینا پرمهال کړې.

فوزیه کوفي د ایکس په یوه پوسټ کې لیکلي چې هغې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک او د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا د پلي کېدو په اړه د برېتانیا د پارلمان د نړیوالې پرمختیا کمېټې ته شفاهي شواهد وړاندې کړل.

دغه غونډه د پارلمان د غړې سارا چمپیون په مشرۍ ترسره شوې وه.

هغې په خپله وینا کې ټینګار کړی چې: «نړۍ د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه ناکامه شوې ده، حتا بهرني ډیپلوماتان هڅه کوي د طالبانو تبعیضي تګلارې توجیه کړي، څو خپله دنده بریالۍ وښيي.»

کوفی زیاته کړې چې افغان ښځو ته باید د مقاومت او مبارزې لپاره فضا او سیاسي ملاتړ ورکړل شي، څو وکولای شي د خپل هېواد لپاره داسې لاره ومومي چې د خلکو له‌خوا او د خلکو لپاره وي.

نوموړې د برېتانیا د پارلمان د نړیوالې پرمختیا کمېټې مننه کړې چې د دې خبرو ته یې ځای ورکړ، او هیله یې څرګنده کړې چې د کمېټې راپور به د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت پر تګلارو اغېز ولري او د افغانستان له ښځو او نجونو سره د تعامل په برخه کې به بدلون راولي.

نور خبرونه

رادیو