د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چین ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له صنایعو او بنسټیزو پروژو لیدنه کړې او د پانګونې پر جذب او افغانستان ته یې د ټکنالوژۍ پر واردولو ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې دغه لیدنه له پرمختللو صنعتي تجربو څخه د ګټې اخیستنې، د ټکنالوژۍ لاستهراوړنو د لیدنې، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو د معرفي کولو او د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه شوې ده.