د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، چې نن یې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ سره د هغه د مهمو هڅو په اړه خبرې اترې کړې دي.
هغه پر اېکس خواله رسنۍ ویلي: «نن مې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سره د هغه د حیاتي کار په اړه مفصلې خبرې وکړې. برېتانیا په بشپړ ډول د هغه د ماموریت ملاتړ کوي.»
لینډسي ټینګار کړی، چې د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوی او د دغو مواردو څېړنه د افغانستان د راتلونکي لپاره بنسټیز اهمیت لري.
هغه زیاته کړې، چې د بشري حقونو درناوی او عدالت ته ژمنتیا د افغان ولس د سوکالۍ، سولې او دایمي ثبات لپاره اړینه ده.

