د افغانستان په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ځیرکو ټېلیفونونو کاروونکي وايي، چې د اپلېکېشنونو د ډاونلوډ لپاره پلې سټور او اپ سټور دواړه له کاره لوېدلي، چې دا وضعیت د انټرنېټ د بندېدو له پخوانیو پېښو وروسته دوهم محدودیت بلل کېږي.
په کابل کې د موبایل ټېلیفونونو ګڼ شمېر کاروونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ګوګل پلې سټور او اپ سټور دواړه بند شوي او هېڅ اپلېکېشن نه شي ډاونلوډېدای.
په ننګرهار ولایت کې هم ځايي سرچینو دغه ستونزه تایید کړې، خو وایي چې یوازې د ایفون موبایل کاروونکو ته اپ سټور فعال دی، په داسې حال کې چې د نورو تیلیفونونو لپاره پلې سټور کار نه کوي.
تر دې وړاندې د ټولنیزو شبکو ځینې پلېټفارمونه، لکه ټيکټاک، انسټاګرام او سناپچټ، هم بند یا محدود شوي وو.
اوس مهال ځینې کاروونکي وایي، یاد اپلېکېشنونه یوازې دوي پي این په وسیله فعالېږي او له دې لارې یې کار ته دوام ورکوي.