د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان له خوا په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په اشاره ویلي:«کله چې دوی په جګړه کې څه نه شي کولی، نو خپله غوسه او وارخطايي یې پر عامو تش لاس ولسونو اېستلې ده.»
پشتین ویلي، چې د پاکستان پوځ پر افغانستان په بریدونو او د ملکي وګړو په وژلو سره جنګي جرمونه وکړل.
نوموړی وايي، په کابل او ګڼو نورو سیمو کې د پاکستان د پوځ په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي، چې د پاکستان پوځ تردې وړاندې هم د پاکستان په پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو کې په خپلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژلي دي.
نوموړي وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به څلور ورځې وروسته د جنګي جرمونو نړیواله محکمه کې پر پاکستان د جنګي جرمونو قضیه ثبت کړي.