په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق پر کابل او کندهار د پاکستان وروستي هوايي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، افغانستان به په رسمي ډول د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وړاندې کړي.
نصیر احمد فایق پر کابل او کندهار د پاکستان هوايي بریدونو غندنه کړې او وايي، په یادو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
نوموړي ویلي، د پاکستان له خوا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض په افغانستان کې د یاد هېواد له خوا د لسیزو مداخلې او ناسمو پالیسیو پایله ده.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:«موږ څو ځله ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ضد مبارزه باید انتخابي نه وي. د افغانستان خلک د ترهګرۍ او هغو تیریو اصلي قربانیان دي چې د ترهګرۍ ضد جګړې تر نامه لاندې ترسره شوي دي. د افغانستان ولس باید توانمند شي چې خپل راتلونکی له بهرنۍ لاسوهنې پرته پخپله وټاکي.»
نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې پاکستان د چارشنبې په ورځ په کابل او کندهار کې د طالبانو پر ځینو اهدافو هوايي بریدونه وکړل.