د پښتونخوا د قامپاله ګوندونو مشران لا هم د پاکستان او طالبانو پر جګړې چوپه خوله دي

۲ ساعتونه مخکې

په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په تېرو څو ورځو کې ګڼې نښتې شوې دي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ملتپاله ګوندونو مشرانو تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د تیرې پنجشنبې په شپه ناوخته پر کابل او پکتیا ولایتونو هوايي بریدونه وشول او د جمعې په ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ومنله چې یاد بریدونه د پاکستان له خوا شوي دي.

طالبانو یاد بریدونه د افغانستان پر حریم تېری بللی و.

طالبانو پر کابل او پکتیا د پاکستان د بریدونو په ځواب کې د شنبې په ماښام ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل او له هغې راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شخړه دوام لري.

دمګړۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي او تازه دواړه لوريو پر ۴۸ ساعته موقت اوربند هوکړه کړې ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ روانې جګړې په اړه په افغانستان کې دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه وښودل شول، خو د محمود خان اڅکزي او اېمل ولي خان په ګډون د پښتنو د قامپاله ګوندونو مشران لا هم د پاکستان او طالبانو پر جګړې چوپه خوله پاتې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزی چې وړاندې تردې یې په خپلو ځینو ویناوو کې ځان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او خواخوږي په توګه یاداوه، تراوسه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د یادې څو ورځنۍ جګړې په اړه څرګند دریځ نه دی غوره کړی.

پر همدغه مهال د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولې خان هم تردې مهاله د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړي په اړه هېڅ څرګندونه نه ده کړې.

شنونکي وايي، د پښتنو د قامپاله ګوندونو د مشرانو له خوا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې په اړه د څرګند دریځ نه اعلانولو نه ښکاري چې هغوی په دې کړکېچ کې روښانه دریځ نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او پاکستان د ۴۸ ساعتونو موقت اوربند په اړه هوکړه کړې ده.

تردې مهاله یوازې د پاکستان د سیاسي ګوندونو ګډ ایتلاف د یکشنې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خبرو له لارې د روانې شخړې د حل غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو