د کابل د چاودنو ۵ تنه مړي او ۴۰ ټپیان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي

۱ ساعت مخکې

په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان وکړ، چې نن په کابل کې له چاودنو وروسته دغه روغتون ته پنځه مړي او ۴۰ ټپیان انتقال شوي دي. د ایمرجنسي روغتون مشر دیجان پانیج وايي، چې د لسو تنو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

سرچینوافغانستان انټرنشنل ته ویلي چې کابل کې بریدونه پاکستاني الوتکو کړي.

د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون مشر دیجان پانیج وايي، چې ټپیان په امبولانسونو کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د مرمیو په ټوټو لګېدلي او ځینې سوځېدلي دي.

پانیج وایي، چې پنځه تنه ټپیان روغتون ته پر لاره مړه شوي دي.

د لس تنو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د مړو او ټپیانو کره شمېر لنډمهالی دی.

نور خبرونه

رادیو