پاکستان د درېیو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړیتوب ته ومنل شو

۴۱ دقيقې مخکې

پاکستان په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د ټاکنو له لارې غوره شو او ماموریت به یې هم د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې پیل شي. پاکستان په داسې حال کې د دغې شورا غړیتوب ته رسېږي، چې یو زیات شمېر سیاسي بندیان لري او په پښتونخوا او بلوچستان کې په ډېر تشدد سره بشري حقونه نقضوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، پاکستان دغه غړیتوب د ۱۷۸رایو سره خپل کړی او په ۲۰۰۶ کال کې د یادې شورا له جوړېدو وروسته دا شپږم ځل دی چې غړیتوب ته یې منل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان به په خپل دې دور ماموریت کې په جمو کشمیر کې د هند له لوري د بشري حقونو د سرغړونو او همداراز په فلسطین کې د نقض شویو بشري حقونو په تړاو خپل غږ پورته کړي.

د بشري حقونو شورا په جینوا کې د ملګرو ملتونو په اډانه کې له ۴۷ هېوادونو جوړه یوه شورا ده، چې په نړۍواله کچه د بشري حقونو د دودېدو او ساتنې مسوولیت لري.

پاکستان په داسې حال کې دغې شورا ته منل کېږي، چې په دغه هېواد کې د بیان ازادي او په ځانګړې توګه په سیاسي مسایلو کې محدوده ده او همداراز یو زیات شمېر سیاسي بندیان لري او په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې په ډېر تشدد سره بشري حقونه نقضېږي.

له دې سربېره، دغه هېواد له کډوالو او په ځانګړې توګه له افغان کډوالو سره د ټولو نړۍوالو منل شویو اصولو، کنوانسیونونو او قوانینو پر خلاف ناسم چلند کوي.

نور خبرونه

رادیو