د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، یو شمېر روسي شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت، جست، مسو او کرومایټ ډبرو د اکتشاف او استخراج، برېښنا تولید، اوبو مدیریت او صنعتي ماشینونو د تولید په برخو کې پانګونه وکړي.
د طالبانو د حکومت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د یو شمېر روسي شرکتونو له مسوولینو سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، د روسي شرکتونو استازو ویلي چې دوی به د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي او تخنیکي برخو کې پانګونه وکړي او د دې موخې لپاره به په کابل کې خپل دفتر پرانیزي، څو له اړوندو افغان ادارو سره همغږي رامنځته کړي.
د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د روسي پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې له دوی سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو وي.

