په چین کې د طالبانو سفیر د پاکستان حاکمه طبقه «شریره کړۍ» وبلله

۲۱ ساعتونه مخکې

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د پاکستان واکمن پاړکی «شریره کړۍ» وبلله او ویې ویل تر هغه چې کنټرول نه شي، په سیمه او پاکستان کې ثبات نشي راتلای.

د طالبانو سفیر لیکلي: «دا حلقه د سیمې د ثبات او امن پر وړاندې د یوې سرطاني غدې په توګه ثابته شوې ده.»

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي نن د سې شنبې په ورځ، د تلې ۲۲مه په خپل اېکس کې ولیکل چې د پاکستان د پوځ مشران «خپل ولس یرغمل کړی او پاکستان یې د داعش، مخدره توکو او نورو خطرناکو لوبو لپاره د لوبې ډګر ګرځولی دی.»

خو هغه له څو ساعتونو وروسته له وضاحت پرته خپل یادښت لرې کړی دی.

نور خبرونه

رادیو