پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاستوالو تراوسه د طالبانو او پاکستان پر وروستیو نښتو غبرګون نه دی ښودلی.
څو ورځې وړاندې طالبانو د پاکستان د هوایي بریدونو په ځواب کې پر ډیورنډ کرښه پاکستانۍ پوستې په نښه کړې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شنبې ورځې له نښتې وروسته یو شمېر افغان سیاستوالو غبرګونونه وښودل، خو ځینو افغان سیاستوالو په دې تړاو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
د جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د طالبانو او پاکستان ترمنځ له نښتو وروسته وویل، سره له دې چې له طالبانو سره ژور سیاسي اختلافات لري، خو د پاکستان خلاف یې بریدونه ملي مسوولیت دی.
هغه وویل، چې د خاورې دفاع د هر افغان ملي دنده او وجیبه ده.
خو د ولسمشر پخواني مرستیال احمد ضیا مسعود افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شوې مقاله کې پر افغانستان د پاکستاني بمباریو پړه پر افغان طالبانو واچوله او پاکستان ته یې هېڅ ښکاره ګوته ونه نیوله.
هغه وايي، چې طالبان په افغانستان کې بهرني جنګیالي د فشار د وسیلې په توګه ساتي.
پخواني ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه، د تلې ۲۲مه د پاکستان وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ډیورنډ کرښه له پاکستان نه ډېره مشره او د برتانوي استعمار میراث دی، خو وايي، افغانستان او پاکستان باید دې مسالې ته د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي.
طالبانو د تلې پر ۱۹ وویل چې نږدې لس بجې یې په ۷ولایتونو کې د ډیورنډ پر کرښه پاکستاني پوستو باندې بریدونه وکړل او شاوخوا ۲ساعتونو دې جګړې دوام وکړ. طالبان وایي، دغه بریدونه یې پر کابل د اسلام اباد د وروستيو هوایي بریدونو د غچ اخیستنې په موخه کړي دي.
طالبانو وویل په دې بریدونو کې یې شاوخوا ۵۸ پاکستاني سرتیري وژلي دي او ۹ تنه طالبان وژل شوي دي خو پاکستان یوازې د ۲۳ پاکستاني سرتیرو وژل کېدل تایید کړل.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د پاکستان د هوايي بریدونو پر وړاندې غبرګون ښودلی و.