د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان تر زېږون وروسته، ښايي دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون هیله څرګنده کړې ده.د خبرونو له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «هیله لرو چې یوه ورځ افغان ولس ازاد شي او ریښتینی حکومت ولري!»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي نه دي، چې ولې افغانستان له هغې واکمنۍ ازادول غواړي، چې د دوی د پوځي استخباراتو مشر یې بریا په کابل سرینا هوټل کې د چایو په پیاله ونمانځله؟

د واک ته رسېدو پرمهال یې په ټول پاکستان کې مېټایان وېشل کېدل او مبارکیانې یې یوبل ته ویلې؟ څه پېښ شول؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا کې د «ریښتیني حکومت» تعریف هم نه‌شته.

د دغه وزارت په یاده ځګېروېجنه جمله کې څو ځایونه د بحث و تأمل وړ دي، خو تر دې مخکې، راځئ وګورو، چې داسې څه ولې نوي ښکاري؟

هسې خو د ډاکترنجیب الله د حکومت او ملګرو ملتونو د پلان په وړاندې د ۱۳۷۱ لمریز کال له کودتا رانیولې تر نن پورې په ټولو جګړو، حکومت ړنګونو او ناورینونو کې د پاکستان مخامخ یا نامخامخ لاس له ورایه ښکاري. خو د دغه هېواد له یوه رسمي ارګان څخه په دغه صراحت په افغانستان کې د واکمنۍ د اړولو هیله څرګندونه نوې پېښه ښکاري.

څه موده مخکې د افغانستان یو شمېر سیاسي تنظیمي څېرې په اسلام‌اباد کې سره راغونډې شوې، چې دې راټولېدنې د بشپړ اکثریت افغانانو غوسه راوپاروله. غوسه پر دې نه‌وه، چې ولې افغان سیاسیون سره راټول شوي، بلکې خلک یې د راټولېدو پرځای (اسلام‌اباد) غوسه وو. د افغانانو په تاریخي حافظه او عامه ذهنیت کې دا په یوه پوخ باور بدله شوې کلیشه Stereotype دی، چې افغانستان ته له پاکستان څخه له شر او بدۍ پرته بل څه نه‌راځي.

دا لکه لمر څرګنده ده، چې افغان ولس له اوسنۍ استبدادي واکمنۍ څخه بېزاره و ستومانه دي، خو ان د همدغې واکمنۍ په وړاندې سیاسي یا پوځي مبارزه هم د پاکستان له لارې نه‌غواړي. په افغانستان کې اوس تر ټولو بدنامه او خطرناکه ټاپه د پاکستانیت او پاکستان‌دوستۍ ده. د کابل د واکمنۍ په وړاندې د وسلوالو مخالفانو لپاره لا پخوا پاکستان د ځای او امکاناتو ورکولو لپاره شین څراغ ښوولی وو، خو په دې اړه د افغانستان د خلکو حساسیت ښايي یو لامل و، چې دغو ډلو ډلګیو هلته د ځای ځایګي غوره کولو ته زړونه ښه نه‌کړل.

ښايي پاکستان په دې خبر نه‌وي، چې دا ځل یوازې په افغانستان کې د حکومتونو د ادلون بدلون خبره مطرح نه‌ده، بلکې کیسه یوڅه لویه ده. هر بدلون به په دومره لویه جغرافیا کې پېښيږي، چې پاکستان یې هم له تاوه خوندي پاتېدلای نه‌شي. د نړیوالو زبرځواکونو ستراتيژیکې سیالۍ اوس داسې دي، چې په سیمه کې د نیابتي ترهګرو ډلو ځای‌پرځای کېدل یې د لومړي پړاو په توګه تر افغانستان زیات پاکستان پر اور اړولی دی. پاکستان ښايي خبر وي، چې دا یوازې پاکستاني طالبان نه‌دي، چې پاکستان ګواښي، بلکې د داعش و القاعدې په ګډون هلته درجنونه نورې ډلې هم هلته ځای‌پرځای شوي، چې نړیوالې موخې و اجنداوې لری. پاکستاني پوځ و حکومت نور په هغه سېک کې نه‌دی چې دوی د هېند او افغانستان په وړاندې وجنګوي او پخپله یې له شتون څخه ګټه پورته کړي. اوس په ریښتیا دغه دیو له بوتل څخه راوتلی دی.

پاکستان ولې وارخطا دی؟

هیندوستان، چین، روسیه و ایران د خپلو ګټو لپاره په چټکۍ سره پر افغانستان واکمنې ډلې ته نږدې کیږي. په هیند کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر هرکلي د پاکستان پوستین ته سپږه ورخوشې کړې ده، په تېره بیا چې پاکستان په دې هم پوهیږي، چې پر واکمنو د سیاسي پانګونې یوه پټه سیالي د انګریز – امریکايي ټلوالې له لوري له یوې‌خوا او د روسيې، چین، هیند، ایران او ان منځنۍ اسیا د ټلوالې له لوري له بلې‌خوا په شدت روانه ده. ټول غواړي کابل ته نږدې شي. امریکاضد ټلوالې په دې برخه کې نوې تیوري رامنځته کړې ده، دوی وايي: پرکابل واکمن که هرڅوک دي، خو که امریکا یې زموږ په وړاندې کارولی شي، موږ یې چې په ګاونډي کې پراته یو، ولې یې د ځان په ګټه ونه‌کارولای شو؟ روسیې خو له ډېرې بېړې د لومړني او یوازیني هېواد په توګه دغه واکمني لا په رسمیت هم وپېژندله، هیندوستان خپل مناسبات تر سفارتي بریده لوړ کړل.

هیند له هر کابل میشتي حکومت سره مناسبات غواړي او که دا حکومت د پاکستان ضد وي یا د پاکستان د ضدیت اکټ وکړلای شي، خو نورعلی نور.

دا چې د دې واکمنۍ په اړه د افغانستان خلک څه نظر لري؟ د ښځو حقوق او په لوی سر کې بشري حقونه څنګه کیږي؟ په دې اړه هیڅوک څه نه‌وايي. یویشتمه پېړۍ ده او سیاستونه له اخلاقو، ارزښتونو او عواطفو تش دي.

په دې لویو سیالیو کې پاکستان بې‌برخې و سرګردان پاتې دی. هغه پاکستان چې اوس نو د دې سیالیو د یوه لوري له خوا هم کومه ټيکه اخیستلای نه‌شي، بلکې خپله خاوره یې هم د دې سیالیو په اور کې سوزي.

پاکستان د لوبې دې پېچلتیا ته دومره وارخطا دی، چې د لومړي ځل لپاره یې په رسمي څرګندونو کې په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون هیله څرګنده کړې ده.

دپاکستان دا هیله به ځکه یوازې هیله پاتې شي، چې:

اول: په افغانستان کې د حکومت بدلول یا ساتل اوس نو د پاکستان تر توانه پورته خبره ده.

دویم: د پاکستان د تېرې نیمې پېړۍ چلند افغانانو ته داسې تجربې پریښي، چې که مري هم، د پاکستان له لاس څخه د ژوند اوبه نه‌څښي.

درېیم: حقیقت دا دی، چې په افغانستان کې هر حکومت هغه وخت مشروعیت موندلای شي، چې د رامنځته‌کېدو اراده یې د افغانستان ملت کړې وي. د یوه ملي اساسي قانون له مخې یې ټاکلی وي او پر هغه د نظارت مسئولیتونه او صلاحیتونه یې معلوم وي.

که په افغانستان کې حکومت بدلیږي، نو ښايي دا هڅه د افغانستان ملت وکړي، پر ته له دې چې داسې یوه هڅه له پاکستان، ایران یا بل هېواد څخه راوتپل شي. د افغانستان ولس به ژر یا روسته خامخا دا کار کوي، په تېره بیا که ولس ډاډمن شي، چې استبدادي واکمنۍ په پاکستان کې د بیا ځلې پناه‌اخیستنې و ځالې جوړونې امکانات بایللي دي.

پاکستان ښايي اوس پوهېدلای وي، چې ستونزه د ده په چلند کې ده. تر هغو چې پاکستان د افغانستان په وړاندې د ستراتيژيک عمق او Forword Policy یا راڅښېدونکي وړاندې راتللو سیاست بدل نه‌کړي، په ارګ کې هره واکمنۍ به یې په دوښمنو بدلیږي، ولو که د دوی له مدرسو څخه فارغان هم وي.

پاکستان په تېره نیمه پېړۍ کې په ډلو ډلګیو او افغانستان ضد وسله‌والو پانګونه کړې ده. هیڅکله یې د افغان ملت او ملي – مشروع حاکمیتونه باور وړ بللي نه‌دي ، ځکه خو پاکستان دوښمني اوس په افغانستان کې د ملي فکر زړی جوړوي.

پاکستان د افغانستان په ضد پنځوس کاله نړیوالې جګړې په ټېکه اخیستي او ځان یې پرې پړسولی، په دې لوبه کې یې د پينځو نسلونو په ګډه تاریخي حافظه کې د ځان په وړاندې د دوښمنۍ او بدبینۍ سونامي راپاڅولې ده، چې اوس یې خپله هم په چاره نه‌پوهیږي.د پاکستان پوځي واکمنو هغه خونړي جنګونه او ظلمونه چې تر ډیورند پورې غاړه پښتنو او بلوڅو پرضد کړي، هاغاړه یې د افغانانو لپاره طبیعي او هویتي همدردي پیاوړې کړې ده. ځکه خو په دې سیمو کې نه پاکستاني پوځ خوندي دی او نه یې پولیس.

پاکستان په تېرو پینځو لسیزو کې د افغانستان په وړاندې د خپلې دوښمنۍ سیاست د دین تر څادر لاندې پرمخ وړ، ځان ته يې د اسلام کلا ویل او هره ډله یې افغانستان ته د جهاد په نامه رااستوله. اوس نو کیسه سرچپه شوه، نه یوازې دا چې د شته واکمنو په وړاندې له دې حربې څخه ګټه اخیستلای‌نه‌شي، چې پخپله هم د جهادي او دیني دوښمنۍ څخه کړیږي. داسې دوښمني، چې له خپلو مدرسو یې فارغان دي او تکفیر کولای یې هم نه‌شي. د پاکستاني طالبانو مدرسې او استاذان د پاکستان په سیاسي بنسټ (اسټبلېشمینټ) کې خورا مهم ځای لري.

پاکستان اوس په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون لپاره نه د تکفیر وسله کارولای شي او نه هم د لرو برو افغانانو ترمنځ کوم اعتبار ورپاتې دی.

پاکستان له ډېرې ناهیلۍ او وارخطايي څخه په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون غوښتنه کوي، خو ښايي په دې پوه شي، چې که د ملت په اراده هر مشروع او ملي حاکمیت راشي، د پاکستان په وړاندې به یې ترهغو ذهن و نظر بدل نه‌شي، چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل چلند بدل کړی نه‌وي.

نور خبرونه

رادیو