د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو مرستیال محمد اسماعیل غزنوي د خوست ولایت اړوند ډیورند کرښې ته څېرمه په شپږو ولسوالیو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو د پرانېستې پر مهال وویل، دوی تر وروستۍ سلګۍ د افغان خاورې، ملي ارزښتونو او د ولس ساتنې ته ژمن دي.
محمد اسماعیل غزنوي د سېشبنې په ورځ (د تلې ۲۲مه) د خوست ولایت اړوند ډیورند کرښې ته څېرمه په ګربز، سپېرې، تڼیو، مرکزي، علیشېرو او ځاځي میدان ولسوالیو کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۸ پراختيايي پروژو د پرانېستې پر مهال زیاته کړه، د طالبانو مشر هڅې کوي چې د مرکزي او لرې پرتو سیمو خلکو ته يو ډول خدمات وړاندې کړي او د همدې موخې لپاره ډیورند کرښې ته څېرمه د ۷ ولایتونو لپاره په بېلابېلو برخو کې ۳۴۳ پروژې منظورې شوې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې، د خوست د والي مرستیال محبوب شاه قانت په دې مراسمو کې وویل، له لسیزو راهیسې د ډیورند کرښې ته څېرمه پراته ولسونه له دولتي خدماتو بې برخې پاتې وو، خو اوس دغه سیمې د پرمختګ په لور روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا څو ورځې مخکې د خوست ولایت اړوند ډېورند کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ هم نښتې شوې وې او تراوسه هم د سرحدي سیمو وضعیت عادي ته نه دی راګرځېدلی.