پاکستان په خېبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو د تړلو امر کړی

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان حکومت امر کړی، چې په خېبرپښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو ټول کمپونه باید په بېړني ډول وتړل شي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه پرېکړې له مخې په کمپونو کې مېشت افغان کډوال اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو هغه پنډغالي چې په ډېره اسماعیل خان، ټانک، لکي مروت، بنو، مانسهره، چارسده او مالاکنډ سیمو کې جوړ شوي وو، اوس تړل شوي دي.

د پاکستان حکومت د یوې رسمي لیک له لارې د خېبرپښتونخوا له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي، چې د دغو کمپونو ځمکې د حکومت ملکیت وګرځوي او په دې سیمو کې د کډوالو د بیا مېشتېدو مخه ونیسي.

سرچینې زیاتوي، د پنجاب ایالت چارواکو هم په ورته وخت کې د هغو افغانانو د اېستلو د درېیم پړاو پيل اعلان کړی، چې په پاکستان کې غېرقانوني مېشت دي. د دې پړاو په لړ کې د هغو افغانانو د پېژندنې چارې روانې دي چې بې له قانوني اسنادو یا د اقامت له مهلت تېرېدو وروسته په پاکستان کې اوسېږي.

په خېبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو تړل کېدل د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو تازه نښه بلل کېږي. دا کړکېچ وروسته له هغه زیات شوی چې د اکټوبر په ۱۰ د پاکستان جنګي الوتکو پلازمېنه کابل او ځینې نور ولایتونه په نښه کړل، تر دوه ساعتونو چوپتیا وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس خواله رسنۍ کې په یوه لنډ متن کې په کابل کې چاودنه تایید کړه او ادعا یې وکړه، چې «په کابل ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د تشویش وړ نه دي او خیریت دی.»

له پېښې نږدې ۱۵ ساعتونه وروسته دې ډلې د دفاع وزارت یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي وو چې پاکستاني هوايي ځواکونه د کابل هوايي حریم ته ننوتلي او دا یې غندلې وه.

بلخوا، دوه شپې وروسته د اکټوبر په ۱۲مه بیا طالبانو په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړل چې ادعا یې کوله، دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په څو ځایونو کې د پاکستان په سرحدي پوستو برید کړی، دا برید یې د هوایي بریدونو د غچ اخیستنې په پار کړی، څو پوستې یې نیولي او مرګ ژوبله یې اړولې ده. برعکس، د پاکستان حکومت د شخړې تاییدولو سره ادعا وکړه، چې دوی د طالبانو څو پوستې نیولي او یو لوی شمیر طالبان یې وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو